ای‌اپي‌اېل کې نن ممبی د حیدراباد کوربه‌ دی

د هند کرېکت غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ۵۵مه لوبه کې نن سنرایزرز حیدراباد لوبډله له ممبی انډیینز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، مې شپږمه د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

هېواد کې سېلابونه؛ ۱۴ولایتونو کې ۱۵کسان مړه شوي

هېواد کې د وروستیو درېوو ورځو پرمهال په ۱۴ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۵کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې مړینې ترڅنګ ۱۴۰ کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ او ۲۱۲۵ څاروي هم له‌منځه تللي دي. د وزارت په وینا، د سېلابونو له امله ۵۰۰ کورنۍ هم خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

هرات کې د لبنباتو ټولنې جوړېدل؛ د لبنیاتو خرڅوونکي: ملاتړ ته اړتیا لرو

د هرات یوشمېر څاروي‌لرونکي او د لبنیاتو خرڅوونکي، دغه ولایت کې د لبنیات پلورونکو ټولنې له جوړېدو خوښ دي او وايي، تمه ده چې د کار په پیل سره به ورته اسانتیاوې برابرې او د شیدو پروسېس او بازارموندنې په اړه به عامه پوهاوی ورکړي. د لبنیاتو پلورونکی محمدسلیم وايي، یاده ټولنه به د لبنیاتو خرڅوونکو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

د کار نړیواله ورځ؛ هېواد کې روانه میاشت د «کار ملي کنفرانس» جوړېږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، روانه میلادي میاشت به کابل کې د «کار ملي کنفرانس» جوړ کړي.

د یاد وزارت مسووولانو دغه څرګندونې کابل کې د کار نړیواله ورځې نمانځ‌غونډه کې وکړې.

د دوی په وینا، هېواد کې د وزګارتیا لاملونو څېړلو او ننګونو ته یې د رسېدنې لپاره، د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې د «کار ملي کنفرانس» هم جوړ کړي.

زابل کې وروستیو اورښتونو کروندګر کرنې ته هیله‌مند کړي

د زابل اوسېدونکی ۶۰کلن عبدالکریم چې د مرکز کلات ښار د کاکړانو چینې سیمې اوسېدونکی دی، وايي، د عمر نیمه برخه يې پر بزګرۍ تېره کړې.

هغه سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو کلونو وچکالي يې ژوند ستونزمن کړی وو، خو په وینا یې، سږکال روانو اورښتونو یوځل بیا کرنې ته هیله‌مند کړی دی.

غور کې سېلابونه؛ مرغاب او چهارسده ولسوالیو کې درانه زیانونه اوښتي

د غور مرغاب او چهارسده ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د یادو ولسوالیو یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. د غور محلي چارواکي بیا د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، مرغاب او چهارسده کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولې دي.

خوست کې د «سوالګرو» راټولولو لړۍ پيل شوه

خوست کې د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر ولي‌شاه خان وايي چې د سوالګرو ټولولو لړۍ به څو ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې په خوست ښار او ولسواليو کې ټول سوالګر راټول شي.

نوموړي وويل چې په لومړی ورځ يې نن «شنبه، غويي ۱۵مه» له خوست ښار څخه ۱۰۰سوالګر چې ماشومان هم په‌کې شامل وو، راټول کړي دي.

نورالدین عزیزي د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا لپاره ایران ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی او هلته یې د سیستان او بلوچستان له والي سردار محمد کرمي سره لیدلي دي.

په دغه کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، د افغانستان د ونډې پر زیاتوالي او د چابهار بندر له لارې د افغاني توکو د ټرانزیټ په اړه خبرې شوې دي.

د سلام‌وطندار سروې؛ ۶۵سلنه ګډونوال هره ورځ ورزش کوي

سلام‌وطندار د هېواد د ۲۸ ولایتونو د ۷۵۱ ځوانانو ترمنخ یوه سروې کړې چې معلومه کړي، په څومره کچه ځوانان د ورځنیو کارونو ترڅنګ، ورزش ته هم وخت ورکوي. په دې سروې کې ۴۱۸ نارینه‌وو او ۳۳۳ ښځینه‌وو ګډون کړی و چې د جنسیت له پلوه ترلاسه شوې پایلې ښيي چې د ښځو په پرتله نارینه‌ ډېر ورزش کوي.

ای‌پي‌اېل کې نن ګجرات له بنګلور سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن شنبه، مې څلورمه رویالز چلنجرز بنګلور د ګجرات ټایټنز لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مادزیګر ۶:۳۰ بجې د هند د بنګلور په «اېم‌ چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.