
تخار؛ ډېرې رايې، ډېرې پروژې
د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې سند کې د یادو شویو پراختیایي پروژو څخه په نیوکې سره وایي، د هر ولایت استازي د هماغه ولایت مسوولیت پر غاړه لري او فکر یې باید تر یو شمېر ځانګړو ولسوالیو محدود نه وي.

د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې سند کې د یادو شویو پراختیایي پروژو څخه په نیوکې سره وایي، د هر ولایت استازي د هماغه ولایت مسوولیت پر غاړه لري او فکر یې باید تر یو شمېر ځانګړو ولسوالیو محدود نه وي.

د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالي په اویمه کلا او خواجه موسای سیمو کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظرمحمد څو کاله له طالبانو سره جګړه کړې ده. نوموړي په دې جګړه کې د کورنۍ څو غړي هم له لاسه ورکړي دي. هغه اوس په ترکیه کې کډوال دی او د خپل پاڅون او د طالب ډلې د ګواښونو په اړه دردوونکې کیسې لري. د نظرمحمد په خبره، طالبانو یې د ورونو په ګډون، د کورنۍ څو غړي ور وژلي او کور ته یې هم اور اچولی دی.

د امريکا استخباراتي ادارې وايي که چېرې له افغانستانه امريکايي سرتېري ووځي، ښايي په دې خاوره طالبان واکمن شي. د امريکا استخباراتي ادارو جوبایډن ادارې ته خبرداری ورکړی که امریکايي ځواکونه افغانستان کې د دواړو لوريو ( افغان دولت او طالبانو) ترمنځ د واک د شریکېدو تر هوکړې وړاندې ووځي، ښايي طالبان له ۲ تر ۳ کلونو پورې پر افغانستان واکمن شي.

ولسمشر محمداشرف غني د لنډمهالي حکومت په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طرحې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ولسي جرګې د درېیم کاري کال د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د ټاکنو له لارې د واک لېږد یې ورته هغه اصل دی چې معامله به پرې ونه کړي.

د بدخشان د یوشمېر لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د لویو لارو نه موجودیت په اړه شکایت کوي. د بدخشان ښار په ګډون، د اتو ولسوالیو اوسېدونکي تل په دې برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دې وروستیو کې یوشمېر ټرافيکي پېښو هم ترې قربانۍ اخیستې دي. دوی د بدخشان پر چارواکو تور لګوي چې د ستونزو د حل په برخه کې یې بېغوري کوي.

د المان پارلمان د دغه هېواد د دولت هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې الماني ځواکونه ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي. دغه پارلمان پرون د یوې نوې طرحې په تایید سره خپل پوځ ته اجازه ورکړه چې د ناټو د یوې برخې په توګه خپل ۱۳۰۰ سرتېري د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري میاشتې له ۳۱مې پورې په افغانستان کې وساتي.

د غور غږ راډیو د پخواني مسوول مدیر بسمالله عادل ایماق پلار ګلمحمد عادل وايي چې د خپلې کورنۍ د ژوند خوندیتوب په اړه اندېښنه لري. هغه چې په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ولایتي دفتر کې د خبریالانو د مېړانې او کار نمانځنې په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د کورنۍ د څلورو غړیو له لاسه ورکولو وروسته اوس د ده او د کورنۍ د نورو غړیو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان وايي، که څه هم په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د نجونو د زدهکړې پر وړاندې خنډونه لرې شوي؛ خو لاهم د څوارلس ولسواليو څخه په اوو ولسواليو کې له ښوونځيو نجونې فارغانې نه لري.
د پکتیا ولایت د پوهنې رياست د معلوماتو پربنسټ، دې ولایت کې د نجونو ۸۸ ښوونځيو له ډلې ۱۶ یې لېسې، ۹ منځني او پاتې نور يې لومړني ښوونځي دي چې تر ۷۰ زره زياتې نجونې پهکې پر زده کړو بوختې دي.

د افغانستان د ژغورنې په نوم سیاسي جوړښت په یوې غونډه کې د موجودیت اعلان وکړ. دا حرکت د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ جوړ شوی او ځینې سیاسي ګوندونه، ټولنیز او قومي جوړښتونه او خپلواک شخصیتونه یې غړیتوب لري.
د افغانستان ژغورنې د حرکت مشر حضرت عمر زاخېلوال جوړې شوې غونډه کې وویل، په هېواد کې بېعدالتي او فساد ډېر شوی او همداراز اقتصادي وضعیت هم ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې دی؛ نو دوی دې ته اړ شول چې داسې یو سیاسي حرکت رامنځته کړي چې د روانو ستونزو او نابرابریو پر وړاندې مبارزه وکړي او هېواد له اوسني ناورینه وژغوري.

په غور ولایت کې یو شمېر هغه سرتېري چې له وسلهوالو طالبانو سره په جګړه کې ټپیان شوي، د جګړې له ډګرونو د ټپیانو او مړو د نه لېږد څخه له سیمهییز او د حکومت له مرکزي ادارې په نیوکې سره وایي، په اوونيو اوونيو د جګړو په سنګرونو کې د سرتېرو مړي پاتې کېږي او څوک نشته چې يا يې روغتون او یا يې هم کور ته ولېږدوي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو اچین ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال يې د داعش ډلې غړی حضرتعلي مشهور په ابوسعید اعظم له دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی.
د نوموړي په وينا، نیول شوي کس د کابل پر پوهنتون د ډلهییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو او ان عراق، سوریې او بلجیم هیوادونو کې د داعش غړو سره اړیکې درلودې.

د امریکا ولسي جرګه یا استازو مجلس کې د وسلهوالو ځواکونو کمېټې مشر ادم سمېت وايي، د بایډن حکومت غواړي افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو موده چې د مې اولې نېټې پورې ټاکل شوې ووځي، اوږده کړي.
نوموړی وايي، بایډن په افغانستان کې د داعش سره د مبارزې لپاره د تروریزم ضد ځواک د ساتلو لپاره ل…

لوګر کې یو شمېر مدني فعالان اندېښنه ښيي چې دغه ولایت کې د ناامنیو او هدفي وژنو زیاتېدو له کبله مدني فعالان په ډاډه زړه نهشي کولی خپل فعالیتونه ترسره کړي.
دوی سلاموطندار ته وویل، د پخوا په پرتله مدني فعالیتونه کمرنګه شوي او ان لرو پرتو ولسوالیو کې خو په ټپه درېدلي دي.

د رويټرز خبري اژانس په تازهګۍ سره د افغانستان د دوو دولتي چارواکيو له قوله راپور ورکړی چې ولسمشر محمد اشراف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا وړاندیز شوې طرحه رد کړې او په بدل کې یې یوه طرحه وړاندې کړې چې پربنسټ به یې په راتلونکيو ۶ مېاشتو کې ولسشمریزې ټاکنې ترسره شي.

د نري رنځ ناروغۍ يا د سل نړیوالې ورځې سره هم مهاله د روغتیا وزارت مسولانو وايي، په تېر کال کې نږدې ۵۰ زره کسان په نري رنځ يا سل ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې ورغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، له دې شمېر څخه ۹ زره ۸۰۰کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي چې د مړیني دغه شمېر د کورونا ویرس په پرتله درې برابره ډېر دی.

ولسمشر محمد اشرف غني نن نيمروز ولايت کې د کمال خان بند پرانیسته وکړه. د ياد بند پرانيستل په داسې حال کې کېږي چې د وري مياشتې څلورمه نېټه د اوبو د مديريت ملي ورځ نومول شوې ده. د کمالخان بند پرانيستلو کې له جمهور رييس غني سره د نوموړي مرستيالان او يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم شامل وو.