په یوه اوونۍ کې د کورونا مثبتې پېښې نږدې ۶۰ سلنه ډېرې شوي

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په وروستیو اوونیو کې د کورونا د مثبتو پېښو او له کبله یې د مړو شویو کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلام‌وطندار ته ویلي چې په روانه اوونۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېرې د تېرې هغې په پرتله له ۵۰ تر ۶۰ سلنې لوړې شوې دي.

کندهار کې د نعمت روان وژل کېدل او د خبریالانو اندېښنې

د ماليې وزازت د مطبوعاتو آمر او د طلوع نیوز ټلوېزیون پخوانی ویاند نعمت روان نن په کندهار کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري ووژل شو.
دا پېښه نن د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې هغه مهال وشوه چي نعمت روان له کور څخه د کوچني اختر لپاره د سودا پېرلو لپاره بازار ته روان و.

هېواد کې وزګارتیا او ناامنیو نامنظمه کډوالي ډېره کړې

ګڼ‌شمېر افغانان یوه ارام او هوسا ژوند ته د رسېدو په خیال نورو هېوادونو ته کډوالي کوي، خو دا چې کولای شي خپلې موخې ته ورسېږي، په دغه راپور کې له هغه چا سره مرکه شوې چې د ډېرو ستونزو په ګاللو سره یې ځان اروپا ته رسولی دی.
امیرخان څو کاله وړاندې له رسمي سندونو پرته ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې ده.

مرکزي بغلان ولسوالي کې نښتې؛ له ۱۰۰ ډېر سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي

یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، بېګاه د مرکزي بغلان ولسوالي اړوند د ملي اردو څه باندې ۱۰۰ سرتېري له خپلو درنو او سپکو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د سرچینې په وینا، د دغو سرتېرو په تسلیمېدو سره د یادې ولسوالي ډېرې سیمې هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

بغلان کې دوه پوستې او بورکه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

هغه سند چې سلام‌وطندار رادیو ترلاسه کړی ښيي چې د بُرکې ولسوالي سیمه‌ییز چارواکي د حکومت د نه پاملرنې له امله دا ولسوالي له جګړې پرته وسله‌والو طالبانو ته پرېیښې او په نهرین ولسوالي کې ځای پر ځای شوي دي.

د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني وايي چې طالب جنګیالیو تېره شپه د بُرکې ولسوالي په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

«ولسمشر د مجاهدینو پر یووالي او وړتیا باور نه لري»

د ملي اتل احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود نن په کابل کې د غويي اتمې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې د تېرو ۲۰ کلونو سیاست د مجاهدینو د منزوي کېدو و او په وینا یې، ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه سیاست په دوام د لویې جرګې په خیمه کې د غويي د اتمې په مناسبت د جوړېدونکې غونډې مخه ونیوله.

د هېواد ناسم امنیتي وضعیت د ولسي جرګې اندېښنې راپارولي

ولسي جرګې د امنیت خرابوالي او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د دې جرګې غړي وایي، د ناامنیو زیاتوالی او د وسله‌والو طالبانو د بریدونو زور اخیستل د هېواد امنیتي وضعیت د خرابوالي لپاره د خطر زنګ دی او دا د دې ښکارندویي کوي چې امنیتي او دفاعي ادارې د هېواد امنیتي وضعیت د ښه‌‌والي لپاره کوم پلان نه لري.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل؛ په ۵ ورځو کې ۵۸ ملکیان او نظامیان وژل شوي

د لوګر، هرات، بغلان، بدخشان، پروان، فاریاب، ننګرهار، سمنگان، کاپیسا او پکتیا ولایتونو امنیتي مسوولان وايي، په تېرو څو ورځو کې چې په رسمي ډول له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې، ورسره هم‌مهاله د طالبانو بریدونه هم ډېر شوي دي.
هغه شمېرې چې تر پرون ورځې له ۹ ولایتونو څخه سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښيي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ په پیل سره وضیعت نور هم ترینګلی شوی دی.

هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو ډېروالی؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۱۹۹۳ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. د دغه وزارت د اعلان له مخې، په یاده موده کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي او ۳۶۵ نور پرې اخته شوي دي. دا شمېرې چې په ۲۴ ولایتونو کې ثبت شوي، په وروستیو څو میاشتو کې تر ټولو لوړې هغه دي.

هیلو ته د رسېدو لپاره د مرګ پر پوله تګ

افغانستان هغه هېواد چې له نږدې څلورلسیزې راهیسې په کې جګړه روانه ده، دې جګړې نه یوازې د افغانانو هیلې ترې اخستې ترڅنګ یې، ګڼ‌شمېر دې ته اړ کړي چې د بېلابېلو لاملونو له امله له قانوني اسنادو پرته نورو هېوادونو ته د کډوالۍ کولو زړه ښه کوي.

ګڼ‌شمېر‌هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره، ځینې هم د یوې مړۍ ډوډۍ او یوشمېر نوربیا جګړې او ناامنیو څخه د ځان ژغورلو لپاره نامنظمه کډوالۍ  تر ټولو ښه لار ګڼي.

په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې د ملګرو ملتونو ټينګار

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لوګر ولایت د خونړۍ چاودنې په غبرګون کې د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوګر ولایت مرګونی برید غندلی دی.

تېر کال ایران ته پر قاچاقي لارو تلونکي ۷۵ افغانان مړه شوي

د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو کړو فعالیتونو راپور خپور کړ.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي چې د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون مشري کوله، نن یې د دغه کمېسیون د یو کلن کاري راپور خپرولو پر مهال وویل چې د دغه کمېسیون امنیتي بنسټونو د کډوالو او انساني قاچاقیانو۳۴ ډلې پېژندلي چې د کډوالو او انساني قاچاق په تور یې ۷۰ کسان نیولي دي.

لوګریانو د وروستۍ پېښې پر ځای د اعتراض خیمه درولې

د لوګر یوشمېر اوسېدونکو، د مدني ټولنې غړیو او د جګړې د قربانيانو کورنیو نن د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د وروستي موټربم برید پر ځای د اعتراض په توګه پرلت کړی دی.
دوی وايي، په یاده سیمه کې یې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ، تلپاتې سولې او اوربند ته د رسېدو او د یادې پېښې د څېړل کېدو په موخه خیمه درولې ده.

په ۲۰۲۰ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې ده. دغې ټولنې نن په خپل کلني راپور کې اندېښنه ښودلې چې په هېواد کې د رسنیو وضعیت ناسم لوري ته روان دی او باید ورته پام وشي.

تخار؛ یوې ښځې په سیند کې د لور له غرقېدو وروسته ځان، یوه لور او یو زوی هم ور غورځولي

د تخار محلي مسوولان وايي، پرون یې د دغه ولایت د فرخار ولسوالي د «لُژده» سیمې په یوه سیند کې د یوې ښځې او د هغې د درېوو ماشومانو جسدونه موندلي او خاورو ته یې سپارلي دي.
د تخار د فرخار ولسوال سیف‌الدین مشتاق سلام‌وطندار ته ویلي، د فهیمې په نوم یوې ښځې دوه ورځې وړاندې په سیند کې د یوې کوچنۍ لور له غرقېدو وروسته ځان او خپل دوه نور ماشومان چې یو یې هلک او بله نجلۍ وه، هم اوبو ته ورغورځولي دي.