پر سردار محمد داوود خان روغتون برید کې د کابل قول‌اردو قومندان وژل شوی

فرانس‌پرس خبري اژانس د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون د داعش ډلې په پروني وسله‌وال برید کې د کابل د قول‌اردو قومندان هم وژل شوی دی. فرانس‌پرس د طالب چارواکو له قوله ویلي چې په دغه برید کې د حمدالله مخلص په نوم د دوی یو پوځي قومندان له وسله‌والو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د افغانستان په اړه د ترویکا ناسته؛ امریکا پکې له ګډون ډډه کړې

امریکايي چارواکي وایي چې د افغانستان په اړه به د روسیې په کوربه‌توب د «ترویکا» په ناسته کې ګډون ونه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي، دغه هېواد د فني ستونزو له امله نه شي کولای چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي. نډ پرایس دغه ناسته اغېزمنه او رغنیزه بولي او وایي، امریکا د « ترویکا» بلې ناستې ته د ګډون په موخه په تمه ده.

غور کې د مالي ستونزو له امله یوې راډیو خپل نشرات درولي

 په غور کې د «سرحد» په نوم د محلي راډیو مسوولانو ویلي چې د مالي ستونزو، برښنا نه‌شتون او د خبریالانو د دندې د بدلون له امله یې د دغه راډیو نشرات درولي دي. په غور کې د سرحد راډیو مدیر مسوول سیدمعروف سعیدي سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه راډیو په تړل کېدو سره د یاد ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

پاکستان دغه هېواد ته د کام‌ایر هوايي شرکت الوتنې بندې کړي

د کام‌ایر هوايي شرکت مسوولان وايي چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري د نویو قوانینو په لګولو سره دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کابل څخه اسلام‌اباد ته مسافر ولېږدوي. دوی زیاتوي چې د نوي لګول شوي قانون له مخې او تر نامعلوم وخته یوازې د پي‌ای‌اې هوايي شرکت کولای شي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ الوتنه وکړي.

د غور خبریالانو بوټو او خښتو وهلو ته مخه کړې

سهار وختي دوه بجې له کوره خوځېږي او د مازدیګر څلور بجې د بوټو له وري سره بېرته راګرځي. ګل‌احمد الماس پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې خبریالي کوله چې په وینا یې، له بېلابېلو رسنیو سره یې د محلي خبریال په توګه کار کړی او اوس یې دنده له لاسه وتلې ده. ګل‌احمد الماس د هغو لسګونو خبریالانو له ډلې یو هغه دی چې د خبریالۍ کار یې له لاسه ورکړی او اوس د غور په قطس سیمه کې د ژمي لپاره بوټي راټولوي.

د اسلامي امارت په راتګ سره د غالیو صادرات په ټپه درېدلي

د افغانستان غالۍ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پلور ښه بازار لري، خو اوس یې بهر ته صادرات بند شوي دي. د غالیو د صادراتو ټولنې د اټکل مدیر عبدالودود خان وايي، د اسلامي امارت په راتلو سره د غالیو صادرات په ټپه ولاړ دي او په کور دننه یې هم په پلور کې کموالی راغلی.

د کونړ د ځنګلونو وهل او قاچاق؛ طالبان یې باید مخه ونیسي

سره له دې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو د کونړ د ځنګلونو وهل کېدو او قاچاق په تړاو اندېښنې مطرح کېږي، د کونړ یو‌شمېر اوسېدونکي هم وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهل دوام لري او له طالبانو غواړي چې مخه یې ونیسي. د کونړ اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د ځنګلونو د وهلو او د قاچاق مخینوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه

 طالبانو پرون ماښام خپله سرپرسته کابینه او ورسره یې په افغانستان کې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د طالبانو د سرپرستې کابینې نوملړ چې  ۳۳ کسان پکې شامل دي، پرون ماښام د طالبانو د ویاند له لوري په یوې خبري غونډه کې اعلان شوه. د طالبانو د ویاند د اعلان پربنسټ، ملا محمد‌حسن آخند له دوو مرستیالانو سره د نوي سرپرست حکومت د وزیرانو رییس ټاکل شوی دی.

روسیه: که د طالبانو حکومت پراخ‌بنسټه وي، د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د طالبانو له لوري د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په صورت کې به د دغه هېواد استازي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. لاوروف پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې روسیې د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنلیک ترلاسه کړی.

ملا برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي. رویټرز لیکلي چې دا خبره د طالبانو درېوو سرچینو نن دغه اژانس ته کړې ده. د دغې سرچینې په وینا، د ملا عمر زوی ملا یعقوب او شېرمحمد عباس ستانکزی به هم په راتلونکي حکومت کې پر لوړو څوکیو وټاکل شي. یوه طالب چارواکي رویټرز ته ویلي چې د دې ډلې ټول لوړپوړي چارواکي کابل ته راغلي دي.