بلخ کې د اوو ماشومانو او شپږو پښتورګو د پلور مخه ونیول شوه

په شمالي ولایتونو (سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ) کې د جګړې له امله یو‌شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ چې په مزارشریف ښار کې په کمپ/یونټ کې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وایي چې د خوړو نه‌شتوالي، لوږې او بې‌وزلۍ او د بېلابېلو ناروغیو د خورېدو له امله اړ شوي چې خپل ماشومان او پښتورګي وپلوري، خو د ديني علماوو په منځګړیتوب او د يوې خيريه موسسې په مرسته یې مخه نیول شوې ده.

غور کې د لارو تړل کېدل روغتیایي مرکزونو ته د ناروغانو تګ ستونزمن کړی

د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وروستيو واورو ورېدو له امله د دغو ولسوالیو ډېرى لارې د خلکو پر مخ تړل شوې او نه شي کولى خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز او ګاونډيو ولايتونو لکه دایکندي او بامیان ته  ورسوي.

ړانده کسان د دوی پر وړاندې د ستونزو له ډېروالي شکایت کوي

د جنورۍ څلورمه نېټه د ړندو کسانو لپاره د برېل کرښې نړیواله ورځ ده. نن د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د يوشمېر ړندو کسانو په حضور کې د دې ورځې نمانځنه وشوه. د بلخ يو‌شمېر نابینایان وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان وضعيت د دوی لپاره ګڼې ننګونې رامنځته کړي او دوی له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

غور کې د «سرو زرو کان د کيندلو» په تور څلور کسان نیول شوي

د غور فرهنګي مسوولانو نن په یوې خبرپاڼه کې چې د دغه ولايت د استخباراتو رياست له‌خوا خپره شوې، ویلي چې د اسلامي امارت ځواكونو د یاد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار كې څلور کسان د سرو زرو كان د كيندلو په تور نيولي دي. د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زعيم ویلي، نيول شوي کسان دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

هرات کې د ناامنیو او جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه د ښاریانو اندېښنې

د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناامنیو او جنايي جرمونو د پېښو له ډېروالي اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې هرات کې په وروستیو دوو میاشتو کې د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله‌والو غلاوو او انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

د واورې او توپان له امله د غور پر لویه لار۴۰ مسافر بند پاتي دي

له بېګاه راهیسې سختې واورې او توپان د غور، بامیان او دایکندي ولایتونو د ولسوالیو لویې لارې د خلکو پر مخ تړلې دي. د بایند پر لاره  چې د غور شپږ لوېدیځې ولسوالۍ سره نښلوي، بند پاتې یو‌شمېر مسافر وايي، د بېګانۍ سختې واورې او توپان له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون تر ۴۰ ډېر مسافر په دغه لاره بند پاتې دي.