Asset 1SWN

ننګرهار کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسوول د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم نادرکه دی

هلال‌الدین عزیزیار

په ننګرهار کې د دوست په نوم د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسوول سهار سیرت د کورنۍ غړي وایي چې سیرت د تېرې پنجشنبې په ورځ کابل کې نادرکه شوی، خو د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لا هم د هغه په اړه معلومات نشته.

د ښاغلي سیرت ورو محمد صابر سلام وطندار ته وویل، ورور یې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه کارته ( کارته ۴) سیمې څخه نادرکه شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، تراوسه معلومه نه ده چې ورور یې  ولې او د چا له خوا نادرکه شوی دی. محمد صابر وایي: ” د تېرې پنجشبې په ورځ پینځه نیمې بجې د کابل ښار د کارته چهار له سیمې نادرکه شوی؛ خو تر اوسه معلومه نه ده چې چا او ولې نادرکه کړی. هغه یو دوه ځلې د پیغام له لارې مونږ ته احوال راکړی او ویلي چې روغ یم خو نور مالومات یې نشته.”

په ختيځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول محمدیوسف ظریفي سلام وطندار ته وویل چې دوی هم له دې موضوع څخه خبر دي او له حکومتي مسوولانو سره یې شریکه کړې، خو تراوسه دا قضیه نه ده روښانه شوې.

محمدیوسف ظریفي زیاته کړه: « دغه موضوع مو له یو شمېر امنیتي بنسټونو سره شریکه کړې؛ خو تر اوسه موږ ته کوم ځواب نه دی راکړل شوی چې د چا له خوا نیول شوی. موږ د هغه له کورنۍ سره هم خبرې کړي هغوی هم دقیق معلومات نلري دغه کس ته پخوا هم کوم ګواښ نه دی شوی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم ولرو خو د پرله پسې اړيکو سره سره هم بريالي نه شو.

د یادونې وړ ده چې په دې وروسیتو کې په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې ستونزې ډېرې شوي. په یوه تازه پېښه کې درې ورځې مخکې د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) مرستیال نورمحمد هاشمي له دندې څخه کور ته پر لاره د ناپېژاندو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغی او په سر کې ټپي شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام