مالیې وزارت: د راتلونکي مالي کال بودیجه وروستۍ شوې ده

د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي چې د راتلونکي ۱۴۰۱کال بودیجه یې وروستۍ کړې او ډېر ژر به یې د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته واستوي. دغه وزارت ویلي چې په تېرو دوو  لسیزو کې په لومړي ځل له بهرنیو مرستو پرته ملي بودیجه چمتو شوې ده.

سبا کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پیلېږي

د پاسپورټ ریاست چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې سر له سبا څخه د کابل په ګډون د درېوو نورو ولایتونو د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پیلوي. د پاسپورټ ریاست سرپرست رییس عالم‌ګل حقاني په دغه خبري غونډه کې وویل چې په پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک ستونزې حل شوي او سر له سبا څخه به بېرته د کابل پاسپورټ ریاست په ګډون په درېوو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پیل کړي.

د تخار اوسېدونکي: د افغانیو لوېدو سره د لومړنیو توکو بیې لوړې شوي

په دې وروستیو ورځو کې د ډالر پر وړاندې په کمسارې توګه د افغانۍ ارزښت په لوېدو سره هم‌مهاله د هېواد په بازارونو په ځانګړې توګه د تخار په مرکز تالقان ښار کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي. د تخار محلي چارواکي بیا وايي چې په بازار کې یې د توکو د بیو کنټرول لپاره کمېسیون جوړ کړی دی.

بایډن ته د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي لیک؛ کنګل شوې پیسې ازادې کړئ

د افغانستان بانک د عالي شورا غړي شاه محمود محرابي یوې رسنۍ ته ویلي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په موخه یې د امریکا ولسمشر ته یو لیک لیکلی. هغه وايي، که متحده ایالت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر نه ازدادوي نو د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره دې ۲سوه میلیون ډالر ازاد کړي.

له کډوالۍ ستانه شویو ۴ورونو هرات کې د کبانو فارم جوړ کړی

دوی وايي، څه باندې ۱۰ کاله کېږي چې د کبانو روزلو دغه فارم یې جوړ کړی او په دغه موده کې یې کاروبار ښه وده کړې ده. د دوی په وینا، که څه هم دولت هغوی سره د کبانو روزلو په برخه کې همکاري نه ده کړې، خو بیا هم توانېدلي چې کبانو ته د هرات د اوسېدونکو د اړتیا لویه برخه تامین کړي.

امریکا له افغانستان سره ۴۷۴ میلیونه ډالر او د کورونا واکسین مرسته کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې له دغه هېواد سره ۴۷۴ میلیونه ډالر او د کورونا یو میلیون ډوزه واکسین مرسته کوي. هغه زیاته کړې چې سږ کال دغه هېواد سره په بشري مرستو کې ۴۷۴ میلیونه ډالر زیات شوي دي.

اسلامي امارت: د افغانۍ ارزښت به ډېر ژر لوړ شي

د بهرنیو اثارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کمېدو په  لړ کې د اسلامي امارت چارواکي وايي، یو لړ اقدامات یې ترلاس لاندې نیولي چې ورسره به د افغانیو ارزښت بېرته لوړ شي. په وروستیو څو ورځو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ډراماتیکه توګه راولوېده چې له امله یې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې.

د ازبکستان او افغانستان د اړیکو راتلونکې؛ بشر‌دوستانه مرستې دوام لري

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د خلکو لپاره په نړیواله کچه د سولې پیاوړتیا، ټيکاو، د سوله‌ییز  او ښه ژوند د  تضمین لپاره یو لړ هڅې روانې وې چې ازبکستان هم د افغانستان د یوه نږدې ګاونډي او په دغه هېواد کې د تل‌پاتي ثبات غوښتونکي هېواد په توګه هڅه کړې چې د ګډو فرهنګي او ښو اړیکو پر بنسټ خپله ونډه ادا کړي. په افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسته دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ ازبکستان هڅه کوي چې د تېر په څېر د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د متقي څرګندونو ته د امریکا غبرګون؛ د پیسو ازادول پېچلې موضوع ده

د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په اړه د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادول پېچلې او له ننګونو ډکه موضوع ده.