
هلمند؛ په سلګونه جریبه ځمکو کي د خرما باغونه جوړېږي
هلمند چې د پرېمانه اوبو او ښې هوا په درلودلو سره د ګڼو کرنیزو توکو لپاره بلل شوی، د کرنې مسوولان يې وايي، هڅې يې پیل کړي چې په یاد ولایت کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې د خرما باغونه جوړ کړي.

هلمند چې د پرېمانه اوبو او ښې هوا په درلودلو سره د ګڼو کرنیزو توکو لپاره بلل شوی، د کرنې مسوولان يې وايي، هڅې يې پیل کړي چې په یاد ولایت کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې د خرما باغونه جوړ کړي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولایت کې د قادس-قلعهنو د اوبو رسولو پروژې د ویجاړېدو په اړه د اندېښنو څرګندولو سره وايي چې یاده پروژه د موسمي بارانونو پرمهال سېلابونو زیانمنه کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په افغانستان کې د داخلي بېځایه شوو د شمېر زیاتوالي په اړه نن یو ریپوت خپور کړی او ویلي چې اوس مهال په دغه هېواد کې د داخلي بېځایه شوو کسانو شمېر نږدې شپږ میلیون کسانو ته رسېږي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم کې د وینا پرمهال له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په پلمه پر افغانانو خپلې غوښتنې نه تحمیلوي. نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه، هغه تجربې چې ناکامې شوي او ګټه یې نه ده کړې، له دوی څخه دې نه کوي.

د هلمند د مستوفیت چارواکي وايي چې یادې ادارې په تېره یوه اوونۍ کې له ګڼو ادارو څخه څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر سلام وطندار ته وویل، د افغانستان او پاکستان د تخنیکي کمیټو له څو اونیو راهیسې د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه بحثونه وکړل او هوکړه وشوه چې د دواړو هیوادونو ترانسپورت کولای شي په دواړو هېوادونو کې د ترانزیټ په توګه سوداګریز مالونه انتقال کړي.

د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار اړوند بازار کې یوه پلار د بېوزلۍ او ناچارۍ له کبله خپله کوچنۍ لس کلنه لور د ۲۰۰زره افغانیو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندې کړې ده.
دغه کس نن د میمنې ښار بازار ته راغلی او د خپلې کوچنۍ لس کلنې لور د خرڅولو لپاره د پېردونکي په لټه کې دی.

«انجه یا هینګ» طبي بوټی دی چې په طبیعي توګه دښتو کې را شین کیږي. دغه بوټی تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان کې د کوکنارو د کښت لپاره د ښه بدیل په توګه پېژندل کیږي.
د راپورونو پر بنسټ د اسیا پراختیايي بانک چې د ټاپي پروژې له تمویلوونکو څخه ده، د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندو پورې د دغې پروژې د پیل چارې وځنډولې، اوس د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده وایي، د ټاپي، کاسا زر، د مسعینکو کان او د نورو لویو اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره د سترو هېوادونو او نړیوالو بانکونو مرستې اړینې دي.

د بغلان ولایت د مستوفیت مسوولانو ویلي چې د مخکیني حکومت په ړنګېدو سره او واک ته د اسلامي امارت له راتلو وروسته یې په شپږو میاشتو کې یې ۱۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د افغانستان بانک نن په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو ټيټېدو په موخه سبا ۱۴ میلیونه ډالر بازار ته د لیلام لپاره وړاندې کوي.

د غزني ولایت په بازارونو کې د جعلي ډالرو د بانک نوټونو ډېرېدو د دغه ولایت سوداګر، صرافان او هټۍوال اندېښمن کړي دي.

د مخکیني جمهوري نظام تر سقوط وروسته د روزګان مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بیارغونې لسګونه پروژې چې کارونه يې نيمګړي پاتې وه، له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

د اسلامي امارت د رییسالوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ځانګړی سکرټر عبدالله عزام وايي چې د پاکستان له لوري مرسته شوي غنم د خوراک او استفادې وړ دي.

د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د افغانستان لپاره د خپل دفتر د جوړېدو خبر وکړ. دغه سازمان نن (یکشنبه، د کب ۱۵نېټه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان مشر محمدسعید العیاش تېره چهارشنبه په کابل کې خپل دفتر پرانېست.

یوشمېر حقوق پوهانو، اقتصادي کارپوهانو او د پوهنتون استادانو نن کابل کې یوې خبري غونډه کې د اسلامي امارت له لوري د حکومتولۍ لپاره د ځانګړې تګلارې د ټاکلو غوښتنه وکړه.