امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره کتلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشري پلاوي نن په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ویلادیمیر نوروف سره کتلي دي. په دغه کتنه کې امیرخان متقي خپل ازبکستاني سیال ته افغانستان کې د ډاډمن امنیت او پانګونې لپاره د فرصتونو رامنځته کېدو په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي.

په لسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۳ کسان مړه او ۲۰ ټپیان شوي

په تېره شوه شپه او ورځ کې په میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، پروان، لوګر، کونړ، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له ځاني زیان سربېره یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

 میدان وردګ کې سېلابونو ۱۵ کسان مړه کړي

د میدان وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو پرمهال سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د میدان وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار  ته ویلي چې بېګاه ناوخته د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او شپږ ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

پروان کې د لوړ تُناژ تلو عواید ډېر شوي

د پروان د ټولګټو ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او شیخ‌علي ولسوالي کې د لوړ تُناژ تلو عواید ډېر شوي چې ډېری عواید یې د ډبرو سکرو د لېږد له لارې ترلاسه کېږي.