سمنګان کې څلور پروژې ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان محلی مسوولان وايي چې دغه ولایت څلور عام‌المنفعه پروژې چې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح د یادو پروژو د پرانېستې پر مهال غوښتنه وکړه چې د دغو پروژو ساتنه دې وشي.

اروپايي ټولنې افغانستان سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې افغانستان کې اغېزمنو او له پاکستان څه تازه راستانه شویو کډوالو څخه د ملاتړ او لاسنیوي لپاره د ۶۱ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

دې ټولنې پرون «سه‌شنبه د لړم ۱۶مه» په خپره کړې خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د مرستو یوه برخه کې یې پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته هم ځانګړې کړې ده.

عبدالغني برادر د برښنا تولید برخه کې له ایران د همکاري غوښتنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده د برښنا تولید برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.

دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي، سیاسي او د امنیتي همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی. په همدې حال کې ایراني چارواکو  د افغان پلاوي سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې افغانستان سره به په یادو برخو کې همکاري وکړي.

لغمان کې په ۳۶ میلیونه افغانیو د درېوو سړو‌خونو د بیارغونې چارې پیل شوې 

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت د دې ولایت په درېوو ولسوالیو کې د سړو‌خونو د بیارغونې چارې پیل شوې. د دې ولایت والي زین‌العابدین عابد وایي، دغه سړې‌خونې پخوا جوړې شوې وې او بیا ځلې رغول کېږي چې په وینا یې، بیارغېدنه به یې شاوخوا ۳۶ میلیونه افغانۍ لګښت ولري.

لوګر کې په ۱۶میلیونه افغانیو د اوبو د پنځه چکډمونو د جوړېدو چارې پيل شوې

 د اوبو او انرژي وزارت چارواکي وایي چې د لوګر په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۱۶میلیونه افغانیو په مالي لګښت د پنځه چکډمونو د جوړېدو چارې پيل شوې. د اوبو او انرژې وزارت وزیر عبدالطیف منصور پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د لوګر مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې سږ کال د ۱۴۷میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د مدیریت پروژې منظورې شوې دي.

اوزبکستان ته د افغان پلاوي سفر؛ د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه شوې

اوزبکستان ته د ا.ا د پلاوي سفر سره هم‌مهاله، د سرپرست حکومت مسوولان وايي، دغه پلاوی به اوزبکستاني چارواکو سره پر بېلابېلو برخو خبرې او هوکړې وکړي.

د مسوولانو په وینا، دغه سفر به د پانګونو جذب، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ټرانزیت په برخه کې د ستونزو د حل او د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ د چارو پیلولو لپاره د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو ورټول وي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې د ا.ا له لوري د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز له امله دغه هېواد کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی دی.

ملګروملتونو دغه څرګندونې نن یکشنبه د لړم ۱۴مه په یوه راپور کې کړې دي. په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو تولید ۶۲۰۰ ټُنه ته رسېده چې روان ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېر ۳۳۳ ټُنو ته راښکته شوی دی.

روزګان کې ځوانان: د لوړ ولور او دودونو له امله د واده لګښتونه نشو برابرولی

روزګان کې یو‌شمېر کوژدن شوي ځوانان وايي چې د ناوړه دودونو او بې‌وزلي له امله کلونه کېږي چې د واده لګښتونو پوره کولو لپاره لاس تر ځنې ناست دي.

د یاد ولایت یوه اوسېدونکي شبیراحمد سلام‌وطندار ته وايي، څلور کاله کېږي چې کوژدن شوی، خو په وینا یې، د واده لګښتونو ته پیسې نه‌لري.

عبدالغني برادر د ایران په بلنه دغه هېواد ته تللی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عدالغني برادر نن شنبه د لړم ۱۳مه د ایران په بلنه د یوه پلاوي په مشري دغه هېواد ته تللی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې عبدالغني برادر به دغه هېواد ته د خپل سفر پر مهال ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، رېل پټلۍ او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د پکتیا ډنډپټان کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» بېرته پرانېستل شوه

د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» چې له تېرو لسو ورځو راهیسې تړلې وه، پرون جمعه د لړم ۱۲مه بېرته پرانېستل شوه. د پکتيا د سوداګرۍ خونې رییس حسیب‌الله ګردیزي سلام‌وطندار ته وويل چې دغه لاره د پاکستان له لوري تړل شوې وه چې بېرته پرانېستل شوې.

چمن کې افغان کډوال: پاکستاني پولیسو مو ټوله شتمني ولوټله

د پاکستان چمن کې یوشمېر افغان کډوال وايي چې د نامعلومو لاملونو له امله پاکستاني پولیس اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان ته واوړي او د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي. یو‌شمېر دغو کډوالو سلام‌وطندار ته د ټیلیفوني اړیکې پر مټ ویلي چې پاکستان ترې ټوله شتمني لوټلې او دومره څه نه‌لري چې خپلو ځانو او اولادونو ته خواړه پرې واخلي.

کندهار کې بڼوال: حکومت دې اروپا ته د انارو د صادراتو زمینه برابره کړي

کندهار کې د انارو یوشمېر بڼوال وايي، سره له دې چې د نباتي ناروغیو او افتونو له امله يې د انارو حاصلات زیانمن شوي د صادراتو پرمهال یې له ګڼو ستونزو سره هم مخ وي. دوی سلام‌وطندار ته وویل، سپین‌بولدک کې د نورو ستونزو ترڅنګ، پاکستاني لوري ورته د صادراتو پرمهال ستونزې جوړوي.

ریچارډ بنټ: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه لغوه کړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ له پاکستان یو ځل بیا غوښتنه کړې چې له دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې لغوه کړي. له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په پراخه توګه له غبرګونونو سره مخ شوې.