
د خوست مرکز «غرشېن» اوسېدونکي د ژوند لومړنیو اسانتیاو له نشتون شکایت کوي
«غرشین» چې د خوست د مرکز اړوند ۱۴کیلومترۍ کې پرته سیمه ده، اوسېدونکي یې وايي، تراوسه لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نهلري او له کبله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وویل، د تېرو جګړو پرمهال یې د کلینک او ښوونځي ودانۍ ویجاړې شوي او دامهال په دغو نیمه ویجاړو ودانیو کې دوه کورنۍ ژوند کوي.














