
سرپرست حکومت: امریکا دې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري
سرپرست حکومت د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بېپېلوټه الوتکو څار ښکاره تېری بللی او له دغه هېواد یې غوښتنه کړې چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلاموطندار ته وايي چې د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بېپېلوټه الوتکو الوتنه ښکاره تېر دی او په وینا یې، «اسلامي امارت یې په کلکه غندي»













