
په وروستیو اوونیو کې جنايي پېښو ته رسېدنه نه ده شوې
په وروستیو اوونیو او له هغې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په کابل او ګڼشمېر ولایتونو کې جنايي پیښې رامنځته شوې چې د اړوند چارواکو له لوري ورته رسېدنه نه ده شوې.

په وروستیو اوونیو او له هغې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په کابل او ګڼشمېر ولایتونو کې جنايي پیښې رامنځته شوې چې د اړوند چارواکو له لوري ورته رسېدنه نه ده شوې.

د اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له امله په سوېل ختیځ ولایت پکتیا کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې. دغه پېښې د مرکز ګردېز اړوند د دولتزيو او باغکي په سيمه کې شوې دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او ویاند ذبیحالله مجاهد نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د سرپرستې کابینې د پاتې غړيو نوملړ اعلان کړ. اسلامي امارت قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه او عبدالباري عمر او محمدحسن غیاثي یې د معینانو په توګه ټاکلي دي.

پکتيا کې د رسنيو مسوولان وايي، د نظام په بدلېدو سره ډېری چاپي رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي. د پکتيا پريس کلب مشر فريدالله احمدزي سلاموطندار ته وويل په دې ولايت کې د مالي ستونزو او د کاري چاپيريال د نشتوالي له امله شپږ چاپي رسنۍ، مدار، افغان ننګ، سبا، تحليل، څراغ او پکتيا غږ مهالنۍ نشرات په ټپه ولاړ دي.

وروسته له هغې چې د طالبانو د پوهنې وزارت له نجونو پرته ښوونځیو ته د هلکانو د ورتګ پرېکړه وکړه، لا یې هم په اړه غبرګونونه روان دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې په ټول هېواد کې باید د بشري حقونو، په تېره د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه خپلواکې او بېپرې څارنې ته اسانتیاوې برابرې کړي. خبرپاڼې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان شورا دې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د څارنې لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له شپږمه د لوړو ټولګیو له نارینه زدهکوونکو غوښتي چې سر له نن «شنبې» څخه دې خپلو ښوونځیو ته حاضر شي، خو په دې خبرپاڼه کې د ښځینه زدهکوونکو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي. د پوهنې وزارت دغې خبرپاڼې د ښځینه زدهکوونکو غبرګونه راپارولي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، نږدې ۱۵۳ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او ښځينه خبریالانې هم په رسنیو کې له کار کولو محرومې شي. دغه فدراسیون د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د شانګهای د غړو هېوادونو سازمان په غونډه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل غواړي او که د خلکو له عمومي افکارو پرته حکومت جوړ شي، بدې پایلې به ولري. رحمان له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې افغانانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

د اروپا پارلمان پرون په یوه پرېکړهلیک کې د اروپايي اتحادیې له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د رد شویو غوښتنلیکونو په ګډون، د افغان کډوالو ټول غوښتنلیکونه وارزوي.
دغه پرېکړهلیک کې د یادې اتحادیې له غړیو هېوادونو غوښتل شوي چې افغان کډوال دې په هېڅ ډول شرایطو سره په زوره نه وباسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په دغه هېواد کې په سولهییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې شي. خلیلزاد زیاته کړې چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې.

تخار کې د طالبانو محلي مسوولان وایي، دوی د دې ډلې د جنګیالیو د اعاشې ستونزې د هوارولو لپاره یو پلان تر لاس لاندې نیولی چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو له غاړې طالبانو ته د اعاشې د برابرولو بوچ له منځه لاړ شي.

د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر ژر به بېرته منظمه اردو جوړه کړي او په دې برخه کې سلا مشورې روانې دي. هغه ټينګار کړی چې دغه پوځ به داسې روزنه ترلاسه کړي چې وکولای شي، له افغانستان څخه ساتنه وکړي. لوی درستیز وایي، دوی به هغه کسان چې د قوم او مقاومت د «دموکراسۍ څخه په ملاتړ» او د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په نوم د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، له منځه به یې یوسي.

د پوهنتونونو یوشمېر استادان او د پخواني حکومت د وزارت خونو کارکوونکي وايي چې د اسلامي امارت چارواکو له دوی غوښتي چې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي. خو د پوهنتونونو استادان او کارکوونکي وايي چې اسلامي امارت کارځای ته د ورګرځېدو لپاره نوي قوانین جوړ کړي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي پرون د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او له پلاوي سره یې په کابل کې لیدلي دي. نعیم زیاته کړې چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې ویلي چې غواړي افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړي او طالبانو په دې برخه کې هر راز مرستو ته چمتو دی.

نږدې یوه میاشت وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړې، کابل کې د خصوصي سکتور مسوولان وایي چې د پیسو کنګل کېدو سره اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي.