
امریکا ته د رسېدو لپاره افغان کډوال ښايي کلونه په تمه پاتې شي
والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې ښايي افغان کډوال امریکا ته د رسېدو لپاره کلونه کلونه په نورو هېوادو کې په تمه پاتې شي.

والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې ښايي افغان کډوال امریکا ته د رسېدو لپاره کلونه کلونه په نورو هېوادو کې په تمه پاتې شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز په افغانستان کې په راتلونکي ژمي کې له وخت وړاندې د انساني ناورین له پېښېدو او له امله یې د زیاتې مړینې خبرداری ورکړی دی. مېرمن لاینز چې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې هر څه ژر باید له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل یوه لار پیدا شي.

د ننګرهار هوایي ډګر چې د جلالاباد سوېل ختیځ ته د ښار په لنډ واټن کې پروت دی، په ۲۰۰۱ کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په کې امریکايي ځواکونه میشت شول چې د نظامي هډې په توګه یې ترې کار اخیسته. که څه هم د جمهوري نظام چارواکو ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به ترې ملکي الوتنې وشې، خو ژمنه یې عملي نه شوه.

پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له کانګرس څخه په یوه لیک د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه. دغه لیک په پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو سربېره په اردو هم لیکل شوی وو چې په اردو ژبې د دغه لیک لیکلو د ټولنیزو رسنیو د ګڼشمېر کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر نن د یوه پروګرام په ترڅ کې د ټول هېواد په کچه د خصوصي روغتیايي مرکزونو د ارزونې د کمپاین پرانیسته وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې یې ویلي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید افغانان یوازې پرې نه ږدي.
هغه وايي، په افغانستان کې د ژمي موسم را روان دی او خلک یې نه یوازې له یخنۍ، بلکې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ دي. لاینز زیاتوي، د افغانستان اقتصادي وضعیت په سقوط کېدو دی او نړیوال باید له افغانانو سره د پام وړ مرستې وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون ورځ بروکسیل کې د اروپایي ټولنې چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، افغانستان کې د اوسني وضعیت او د هر ډول رامنځ ته کېدونکي ناورین مسوول د هغه نړیوال اېتلاف غړي هېوادونه دي چې افغانستان کې ښکېل وو.

نږدې درې میاشتې وړاندې هغه مهال چې طاالبان واک ته ورسېدل، د امریکا له لوري د افغانستان بانک شتمني کنګل شوې چې اوس د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یاد هېواد کانګرس ته په یوه لیک کې د دغو پیسو د ازدېدو غوښتنه کړې. په دغه لیک کې راغلي، که د امریکا بندیزونه همداسې دوام وکړي، د افغانستان خلک به له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

د کندوز ښار په اړوند سیمه کې انسان تښتونکو د هوشنګ رستاقي په نوم یو ډاکټر له کوره اېستلی او له ځان سره یې بېولی دی. د یاد ډاکټر وراره ثناءالله رستاقي پر خپل فېسبوکپاڼه لیکلي چې پرون انسان تښتونکو د هغه تره پروفیسور هوشنګ رستاقي د کندوز ښار له «رستاقاباد» سیمې څخه له ځان سره بېولی دی. پروفیسور هوشنګ رستاقي د جلدي او زهروي ناروغیو متخصص دی او له دوو لسیزو راهیسې په کندوز ولایت کې یې فعالیت کاوه.

پرون ورځ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی او له یوشمېر افغان چارواکو سره یې کتلي دي. قمي ځینو رسنیو ته ویلي، هیله لري په افغانستان کې داسې یو ګډ حکومت جوړ شي چې د ټولو په خوښه وي.

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاسپورټ عمومي ریاست د کارکوونکو په ګډون د جعلي پاسپورټونو د جوړولو په تور یې ۶۰ کسان نیولي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې له وروستي یوه کال راهیسې په افغانستان کې د ماشومان وضعیت ناهیلی کوونکی شوی دی. یونیسف نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جګړې، وچکالۍ او کورونا ویرووس، دغه وضعیت رامنځ ته کړی دی.

نن د کابل ښاروالۍ له لوري د غنمو په بدل کې د کار پرواګرام پیل کړ چې له مخې به یې په دغه پروګرام کې د لښتیو او کانالونو د پاکوونې او د کثافاتو د تفکیک په برخه کې ۳۹۲۱ کسان په دندو وګومارل شي.

د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورت ریاست په کندوز، هرات، کندهار، خوست، ننگرهار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له پیل څخه خبر ورکوي. د اسلامي امارت د پاسپورټ ریاست سرپرست عالمګل حقاني نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر ځکه پیلوي چې د کابل په پاسپورټ ریاست کې ګڼه ګوڼه راکمه کړي.

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې امریکا او قطر د یوې هوکړې له مخې سره سلا شوي چې دغه هېواد به په افغانستان کې د امریکا ګټې خوندي کوي او په دوحه کې به د واشنګټن د ډيپلوماتیکو ګټو استازیتوب کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین پرون له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمان الثاني سره د «د ساتنې واک» سند لاسلیک کړ.

که څه هم اوس د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د ستنو او کارکوونکو پر وړاندې ټول امنیتي ګواښونه له منځه تللي، خو لا هم هېوادوال په هېواد کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت څخه شکایت کوي.