
سعودي کابل کې پر ۵۰۰۰ کورنیو د مرستو د وېش بهیر پیل کړ
سعودي عربستان د افغاني سرې میاشتې د عمومي ریاست په همکارۍ نن په کابل کې پر څه باندې ۵۰۰۰ بېوزلو کورنیو د بشري مرستو په لړ کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ.

سعودي عربستان د افغاني سرې میاشتې د عمومي ریاست په همکارۍ نن په کابل کې پر څه باندې ۵۰۰۰ بېوزلو کورنیو د بشري مرستو په لړ کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ.

د فاریاب امنیه قومندان مولوي نېکمحمد حذیفه ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت «سپېڅلی الهي نظام» دی او په وینا یې، د دغه نظام قانون قران او سنت دی او بیرغ یې د «الله» او د «رسول» بیرغ دی، نو له همدې امله د دغه نظام پر وړاندې درېدل او یا هم جګړه ورسره کول، د اسلام له داېرې د وتلو خطر لري.

د امریکا په کانګرېس کې د دموکرات ګوند یوشمېر غړو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ته یو لیک استولی او له نوموړي یې غوښتي چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او پراخې قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره دې، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو زمینه برابره کړي.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي چې په عزیزي او نورو خصوصي بانکونو کې حسابونه لري، وايي چې د خپلو پيسو په اخیستو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چې له خپلو حسابونو په اوونۍ کې یوازې ۲۰۰۰۰ افغانۍ یا هم ۲۰۰ ډالر ترلاسه کولای شي.

د ژمي په پیل او هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې پراختیا سره هممهاله، د بامیانو یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خیریه موسسو د مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي او په دغه بهیر کې له شته فساد څخه شکایت لري.

د بېپولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د رسنیو په اړه په یوې سروې کې ویلي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت پر دغه هېواد واکمن شوی نږدې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او شاوخوا ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په سروې کې همداراز راغلي چې په دغه موده کې د نارینه خبریالانو په پرتله ښځې تر ډېره اغېزمنې شوې دي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند په لعلپورې ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو د تازه تاسیساتو د جوړېدو مخه نیولې او اغزن تار یې هم ورټول کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او امریکا افغانانو ته د مرستو د لېږد پر لارو چارو بوخته ده چې څه ډول دغه هېواد ته بشري مرستې ورسوي. نډ پرایس ویلي چې امریکا له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد ګډ کار کوي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې له ګډون وروسته، نن بېرته هېواد ته راستون شو. نوموړي د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیلهبښوونکې وه. متقي زیاته کړې چې اسلامي امارت په غوڅه توګه د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتېدو پر وړاندې اقدام کړی او د دغې ډلې په اړه اندېښنې له منځه تللي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې داعش ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي او د ښځو سپکاوی او نجونو ته د زدهکړو نهاجازه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده. د عمران خان دا څرګندونې ګڼشمېر افغانانو په کلکو ټکو غندلي دي.

په کابل کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون زدهکړیالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د دغه پوهنتون د زدهکړیالانو برخلیک دې روښانه کړي.

کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د ښار په کچه یې له بلبورډونو او د سوداګریزو اعلانونو له لوحو څخه د «غیرشرعي انځورونو» د پاکولو بهیر پیل کړی دی. دغه بنسټ نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د کابل په بېلابېلو سیمو کې له بلبورډونو او لوحه څخه د غیرشرعي انځورونو او اعلاناتو د پاکولو بهیر روان دی.»

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي. د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یوشمېر هېوادونو استازیو د ناستې په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال هرات ته د خپل سفر پر مهال په یوې خبري ناسته کې د دغه ولایت د روغتیا برخه د اندېښنې وړ وبلله او د هرات حوزوي روغتون پر مسوولانو یې نیوکه وکړه چې دې برخې ته یې اړین پام نه دی کړی. د عامې روغتیا مرستیال عبدالباري عمر وايي چې د هرات حوزوي روغتون کارکوونکي کار نه کوي او له خلکو پیسې اخلي.

د پاکستان په کوربهتوب د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې وینا پر مهال ویلي چې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره دوی د توکو د مرستو پر ځای نغدو پیسو ته اړتیا لري.

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د امریکا، اروپایي ټولنې او یوشمیر نورو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوه. دې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، اسلامي او د نړۍ نور هېوادونه باید له افغانستان سره مرستې جاري وساتي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.