د کانګرېس غړي جو بایډن ته: د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړئ

د امریکا په کانګرېس کې د دموکرات ګوند یو‌شمېر غړو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ته یو لیک استولی او له نوموړي یې غوښتي چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او پراخې قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره دې، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو زمینه برابره کړي.

کابل ښاریان له بانکونو د پیسو د رایستلو له بهیر څخه شکایت کوي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي چې په عزیزي او نورو خصوصي بانکونو کې حسابونه لري، وايي چې د خپلو پيسو په اخیستو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چې له خپلو حسابونو په اوونۍ کې یوازې ۲۰۰۰۰ افغانۍ یا هم ۲۰۰ ډالر ترلاسه کولای شي.

بې‌پولې خبریالان: د اسلامي امارت د راتلو راهیسې ۸۴سلنه ښځينه خبریالانې وزګاره شوي

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د رسنیو په اړه په یوې سروې کې ویلي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت پر دغه هېواد واکمن شوی نږدې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او شاوخوا ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په سروې کې همداراز راغلي چې په دغه موده کې د نارینه‌ خبریالانو په پرتله ښځې تر ډېره اغېزمنې شوې دي.

نډ پرایس: امریکا افغانستان ته د مرستو د لېږد لارې چارې لټوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او امریکا افغانانو ته د مرستو د لېږد پر لارو چارو بوخته ده چې څه ډول دغه هېواد ته بشري مرستې ورسوي. نډ پرایس ویلي چې امریکا له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد ګډ کار کوي.

متقي: د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیله‌‌بښوونکې وه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې له ګډون وروسته، نن بېرته هېواد ته راستون شو. نوموړي د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیله‌بښوونکې وه. متقي زیاته کړې چې اسلامي امارت په غوڅه توګه د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتېدو پر وړاندې اقدام کړی او د دغې ډلې په اړه اندېښنې له منځه تللي دي.

د عمران خان پرونۍ څرګندونې د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې داعش ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي او د ښځو سپکاوی او نجونو ته د زده‌کړو نه‌اجازه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده. د عمران خان دا څرګندونې ګڼ‌شمېر افغانانو په کلکو ټکو غندلي دي.

کابل ښاروالي له بلبورډونو د ښځو «غیرشرعي» تصویرونه پاکوي

کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د ښار په کچه یې له بلبورډونو او د سوداګریزو اعلانونو له لوحو څخه د «غیرشرعي انځورونو» د پاکولو بهیر پیل کړی دی. دغه بنسټ نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د کابل په بېلابېلو سیمو کې له بلبورډونو او لوحه څخه د غیرشرعي انځورونو او اعلاناتو د پاکولو بهیر روان دی.»

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي. د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو‌شمېر هېوادونو استازیو د ناستې په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.

د روغتیا وزارت مرستیال: د هرات حوزوي روغتون کارکوونکي له خلکو پیسې شکوي

د عامې روغتیا وزارت مرستیال هرات ته د خپل سفر پر مهال په یوې خبري ناسته کې د دغه ولایت د روغتیا برخه د اندېښنې وړ وبلله او د هرات حوزوي روغتون پر مسوولانو یې نیوکه وکړه چې دې برخې ته یې اړین پام نه دی کړی. د عامې روغتیا مرستیال عبدالباري عمر وايي چې د هرات حوزوي روغتون کارکوونکي کار نه کوي او له خلکو پیسې اخلي.

پاکستان نن د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې کوربه‌ دی

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا، اروپایي ټولنې او یو‌شمیر نورو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوه. دې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، اسلامي او د نړۍ نور هېوادونه باید له افغانستان سره مرستې جاري وساتي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

جې‌شنکر: له افغانانو سره د مرستې لپاره باید د حل ګډې لارې ولټول شي

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر ویلي، د مرکزي اسیا هېوادونه له خنډ پرته په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشردوستانه مرستو د تضمین په اړه ګډې اندېښنې لري. نوموړي د افغانستان له وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هېواد له اوسېدونکو سره د مرستې لپاره باید ګډې حل لارې ولټول شي.

پکتیاوالې: ښځينه پولیسې دې بېرته دندو ته وغوښتل شي

پکتيا کې يوشمېر ښځې له اوسني نظام څخه غواړي چې د تېر په څېر ښځينه پوليسو ته په ځينو ادارو کې د اړتیا پر بنسټ دندې ورکړي. دغه ښځې وايي چې ډېری وختونه د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د اخيستو او نورو ملکي ادارو ته د ورتګ پر مهال ښځينه پولیسو ته زياته اړتيا ليدل کېږي.