
د ترکیې افغان معترض کارکوونکي: د څلورو میاشتو معاشونه دې راکړل شي
د ناټو په چوکاټ کې د ترکیې پخواني افغان کارکوونکي له هغه هېواد څخه د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه کوي.

د ناټو په چوکاټ کې د ترکیې پخواني افغان کارکوونکي له هغه هېواد څخه د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه کوي.

د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکو نن په کابل کې د یوه لاریون پرمهال په هېواد کې روان ناورین د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ وبلله او سملاسي یې د ازادېدو غوښتنه وکړه.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي ۵۰۰۰۰ ټنه غنم او درملو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. د دغې هندي رسنۍ د رپوټ پربنسټ، پاکستان وړاندې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې وه، خو تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکونې پروژې (OCCRP) د افغانستان مخکینی ولسمشر محمداشرف غني د ۲۰۲۱ کال د “فساد او سازمان شوي جرم” د شخصیت په نوملړ کې شامل کړی دی. د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې د پروژې مدیریه هیت شپږ غړي لري چې خبریالان او کارپوهان پکې شامل دي.

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت لهخوا له محرم پرته د ښځو پر سفر د بندیزونو لګولو په برخه کې د دغه وزارت د نوې تګلارې د جوړېدو په اړه د بشري حقونو د څارسازمان غبرګون منفي تبلیغات او پروپاګند بللی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معاون پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۲مې کلیزې په تړاو په جوړې شوې یوې غونډه کې وویل چې افغانستان تل په پوځي ډګر کې د نړۍ سترو قدرتونو ته ماته ورکړې، خو په سیاسي او اقتصادي برخه کې ناکام پاتې شوی دی.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د برښنا کمښت او نامنظمې پرچاوۍ څخه شکایت کوي او وايي، نه پوهېږي چې د ورځې په جریان کې څه وخت برښنا لري او کومو ساعتونو کې یې برښنا پرې کېږي، څو هغه ورځني کارونه چې پر برښنا ترسره کېږي، د برښنا راتلو او تلو پرمهال یې ورسره برابر کړي.

د پکتيا یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې ځينې ډاکټران او درملتونلرونکي پر ناروغانو بېکیفیته او غیرمعیاري درمل پلوري چې د درملنې پر ځای یې زیان ډېر دی او د ناروغانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له افغانستان څخه د امریکا وتل او ماته د ۲۱ پېړۍ معجزه وه او پر دغه هېواد یې غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

نورستان چې دوه کاله وړاندې د ملي پارک په نوم ونومول شو، مرکز پارون يې د ګوتو په شمېر هټۍ لري او اکثریت خلک یې درو او کلیو کې اوسېږي. له مرکز پارون ۴۰ کیلومتره لرې «کانتياو دره» کې چې د څارویو لپاره پراخ څړځایونه لري، ژوند په بشپړه توګه ساده او د خلکو لګښتونه له خپلې مالدارۍ دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مسلمانانو او د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د ازادېدو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بېګاه شپه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو درناوی او هرکلی کوي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د افغانستان د اقتصاد پر پښو درېدو لپاره ۸ میلیارده ډالر بودجه په پام کې نیولې ده. والسټریټ ژورنال دغه خبر د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي رامز الاکبروف او د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکي له قوله لیکلی دی.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د اسلامي امارت له راتلو سره هممهاله تولیدي شرکتونه د خامو موادو له کمښت سره مخ دي.

د امریکا مالیې وزارت د سهشنبې پر ورځ په افغانستان کې له بېوزله او اړمنیو کسانو سره د لا ډېرو بشري مرستو د برابرولو په اړه درې عمومي جوازونه صادر کړل. د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پرون د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، دغه هېواد له کړکېچ سره مخ شوی او اقتصاد یې سقوط کړی.

سعودي عربستان د افغاني سرې میاشتې د عمومي ریاست په همکارۍ نن په کابل کې پر څه باندې ۵۰۰۰ بېوزلو کورنیو د بشري مرستو په لړ کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ.

د فاریاب امنیه قومندان مولوي نېکمحمد حذیفه ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت «سپېڅلی الهي نظام» دی او په وینا یې، د دغه نظام قانون قران او سنت دی او بیرغ یې د «الله» او د «رسول» بیرغ دی، نو له همدې امله د دغه نظام پر وړاندې درېدل او یا هم جګړه ورسره کول، د اسلام له داېرې د وتلو خطر لري.