
ديني عالمان: د نجونو ښوونځيو تړل د اسلام په زيان دي
یوشمېر دیني عالمان نن کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د نجونو د ښوونځیو پر تړل پاتېدو نیوکه وکړه اووېویل چې دغه اقدام د اسلام په زیان دی.

یوشمېر دیني عالمان نن کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د نجونو د ښوونځیو پر تړل پاتېدو نیوکه وکړه اووېویل چې دغه اقدام د اسلام په زیان دی.

که څه هم په هلمند ولایت کې ګڼشمېر رسنیو خپلو فعالیتونه پرښيي، خو هغه چې فعالې دي، له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او کارکوونکي یې له معاش پرته کار کوي.

د بدخشان دولتي پوهنتون یوشمېر زدهکړیالانو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د دوی د وهلو او ډبولو په غبرګون کې اعتراض کړی دی. دوی همداراز وویل چې دوه زدهکړیالان د سختو وهلو له امله ټپیان او د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندېتوب کمېټې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې په غور کې د یادې کمېټې ولایتي همکار غلام رباني هدفمند ژر تر ژره خوشې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې ډیبورا لاینز مرستیالې مته نودسن ویلي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، لا هم د افغانستان د حکومت وضعیت په یوه ګونګ حال کې دی.
نوموړې پرون د نړیوالو او اروپا چارو انسټیټیوټ کې د وینا پرمهال ټينګار وکړ چې د اسلامي امارت مهمې پرېکړې کابینه کې نه؛ بلکې په یوه بل ځای کې نیول کېږي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د افغانستان له یوه رسنیز بنسټ سره په همکارۍ په تازه نظرپوښتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو د بندیز پرېکړه لامل شوې چې دغه هېواد کې عمومي اطلاعاتو ته لاسرسی او د بیان ازادۍ ته ستر زیان ورسېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې هغوی په هېواد کې د انساني ناورین ښکار شوي دي.

ورووسته له هغې چې د پاکستان پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر عمرانخان پر وړاندې د اپوزېسیون له لوري وړاندې شوې د نه باور رایې طرحه رد کړه، د یاد هېواد ولسمشر د لومړي وزیر عمرانخان په غوښتنه پارلمان منحل کړ او د ټاکنو د ترسره کېدو پرېکړه یې وکړه.

کندهار کې د ښاروالي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د هبېټاټ موسسې، په مالي لګښت ۸۴۰ وزګاره کسانو ته د دې ادارې ترمدیریت لاندې د کار زمينه برابره کړې ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د خلکو د ژوند احیا لپاره د پیاوړي پروګرام پرته، ستر بشري ناورین ته رسېدنه ستونزمنه ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړی استازی وایي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو او د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره د یوه مشورتي پروګرام د جوړولو اړتیا په اړه خبرې کړې دي. د نوموړي په وینا، له میلیونونو کورنیو سره یوځای کېږي چې د اسلامي امارت له پرېکړې څخه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه اسلاماباد کې د امنیتي مذاکراتو په نوم غونډې ته ویلي، که افغانستان سره مرسته ونه شي، نه یوازې د کډوالۍ بحران به زیات شي، بلکې ترهګرو ته به هم فرصت برابر شي چې غښتلي او ان د سپتمبر د ۱۱مې پېښې په څېر به بله پېښه رامنځته شي.

د ګډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په افغانستان او د دغه هېواد په ګاونډيو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو له لوري له افغانانو څخه د ملاتړ د دوام غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا ریچارډ بنیټ افغانستان کې د بشري وضعیت د اروزنې لپاره د ځانګړي رپوټر په توګه ګومارلی دی.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه اقدام د بشر حقونو نقض دی چې ټول هېواد ترې زیان ویني.
د ملګرو ملتونو سرمنشي نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو له حقونو ملاتړ، ماشومانو له لوږې او ټولنه له بېوزلۍ ژغورلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو د تړلکېدو پرېکړه بېرته واخلي. دغه وزارت تازه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زدهکوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي.