
معلولان: واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته مو معاشونه نه دي اخیستي
کابل کې یو شمېر معلولان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې معاشونه نه دي ورکړل شوي او ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

کابل کې یو شمېر معلولان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې معاشونه نه دي ورکړل شوي او ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په ننګرهار کې د سلاموطندار د همکارې «حقیقت غږ» راډیو کارکوونکي وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو د یادې راډیو مسوول الهام حقیقت نیولی دی.

یوشمېر افغان کډوالو اسلااباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته د خپلو پناه غوښتنلیکونو د بېبرخلیکۍ په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د واګه بندر له لارې افغانستان ته د هند له لوري د مرسته شویو غنمو د لېږد بهیر نېټه یې د دوو نورو میاشتو لپاره غځولې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا یونیسف د نړیوالو اړیکو مسوولې پالومه سکودرو ویلي چې څو لسیزو جګړو، وچکالۍ او د افغانستان مخ پر ودي اقتصاد پاشلتیا لامل شوی چې ماشومانو لپاره یو بېمخینې بشري ناورین رامنځته کړي. نوموړې ټينګار کړی چې یونیسف له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې افغانستان کې د نجونو او ماشومانو لپاره کار کوي او له دې وروسته به هم له دغه هېواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر تړل پاتېدو نیوکه وکړه. د دغه غورځنګ غړو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، زدهکړه د ښځو اساسي حق ده او اسلامي امارت دې ژر تر ژره پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار پر افغانستان له هوايي برید وروسته ویلي، له څو میاشتو راپدېخوا اسلاماباد له کابل سره د ډيپلوماټیکو چینلونو له لارې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د امنیت خوندیتوب او همغږۍ په موخه په اړیکه کې و.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پرون پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستاني ځواکونو له لوري شوي هوايي بریدونه وغندل او وې ویل چې پاکستان دې په داسې مسایلو د افغانانو حوصلې نهازمايي او بیا تکرار به یې «بدې» پایلې ولري. مجاهد د دغې موضوع پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.

د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې سلګونه ولسي وګړو پر کونړ او خوست د پاکستاني پوځیانو د بريدونو په غبرګون کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۰ کسان پهکې ووژل شول، لاریون کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان هوايي بریدونه چې د ښځو او ماشومان په ګډون پهکې ۴۰ کسان ووژل شول، د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او د امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ له پرېکړهلیکونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

ایران کې افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي او ځورونې په غبرګون کې د اعتراضونو په دوام، د افغانستان « یو د بل منلو » ټولنیز سازماننن کابل کې د سولهییز لاریون پرمهال اسلامي امارت او د ایران دولت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ستونزې دې د خبرو له لارې حلکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي له کوم ځنډ پرته بېرته پرانیزي. د دغې وزارت ویاند نیډ پرایس په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، په دغه هېواد کې میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي.

وروسته له هغې چې په ایران کې د افغان کډوالو د زورونې او او زورزیاتي په غبرګون کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې اعتراضونه وشول، د کډوالو چارو وزارت مسوولان د افغان کډوالو د ستونزو هواري په موخه د څلور اړخیزې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي. د یاد وزارت په وینا، د دې غونډې هدف دا دی چې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي او حللاره ورته وموندل شي.

د افغانستان د عدالت او توسعې ګوند له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د خپل بهرني سیاست تګلاره دې بدله کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تېدروس ادهانوم ګیبریوس ویلي، سره له دې چې بشري ناورینونه ټول انسانان یو ډول تر اغېز لاندې راولي، خو دغو ناورینونو سره بیا د نړۍ مبارزه توپیر کوي. دی وايي، نړۍ چې څومره پام اوکراین ته کړی، یوه برخه یې افغانستان او نورو اړمنو هېوادونو ته نهدی شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تهران کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره کتلي دي.