
د مدني ټولنې بنسټونه: ا.ا دې د نجونو ښوونځیو نه پرانستلو په اړه وضاحت ورکړي
هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو د نه پرانستلو په لړ کې، نن د مدني ټولنې یوشمېر بنسټونو، ګوندونو او قومي شوراګان په یوې ناسته کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځیو د نه پرانستلو په اړه دې وضاحت ورکړي. د ناستې ګډونوال وايي، د نجونو ښوونځیو نه پرانسته، له اسلامي او فرهنګي اړخه هېڅ توجیې نه لري.














