
ایران او پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي: ناوړه وضعیت کې ژوند کوو
واک ته د اسلامي امارت بیارسېدو سره هممهاله ګڼشمېر افغانان هېواد کې د نامعلوم برخلیک، اقتصادي او نورو ستونزو له کبله ایران او پاکستان ته مخه کړه.

واک ته د اسلامي امارت بیارسېدو سره هممهاله ګڼشمېر افغانان هېواد کې د نامعلوم برخلیک، اقتصادي او نورو ستونزو له کبله ایران او پاکستان ته مخه کړه.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د بشرحقونو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یو یوناما کلنی راپور بېبنسټه بللی دی. د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد د بشر حقونو په اړه د یوناما کلني راپور ته په غبرګون کې ویلي: «افغانستان کې د بشرحقونو په اړه د یوناما راپور حقیقت نهلري.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه رپوټ کې افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پکتیکا د مرکز شرنې ښار یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له کلونو راهیسې دولتي برښنا نهلري او تر دا مهاله دغه ښار ته هېڅ ډول برښنا نهده برابره شوې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما دغه هېواد کې د اسلامي امارت د بیاواکمېدو راهیسې د بشريحقونو نقض په اړه نن خپل کلنی راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راپدېخوا په ترهګریزو بریدونو کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرت یوشمېر ښځینه کارکوونکې وايي چې د دغه وزارت مسوولان د مرستو راجلبولو لپاره د یاد وزارت یوشمېر ښځینه کارکوونکو ته له بهرنیانو سره په ناستو کې د ګډون بلنه ورکوي. د کرنې وزارت د کورني اقتصاد ریاست یوه کارکوونکې سجیه وايي چې هره میاشت معاش اخلي، خو د کورنیو برخو کې د ښځو فعالیت درېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پرون خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په صبریو ولسوالي کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي. هغه یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو او مشروع اړیکو غوښتنه کړې ده.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د درسي انګېزې او راتلونکې ته د زدهکړیالانو د انګېزې کچې په اړه د خپلې یوې تازه سروې پایلې نن د یوه خبري ناستې په ترڅ کې ډاګیزې کړې. دغه سروې د روان کال په غويي او غبرګولي میاشتو کې ترسره شوې ده.

د سلام افغانستان موسسې د روان ۱۴۰۱کال د غويي او غبرګولي میاشتو کې د هېواد په کچه د تحصیلي وضعیت ارزولو په موخه یوه سروې ترسره کړې ده.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلاموطندار راډیو) د اسلامي امارت له واکنمېدو وروسته کاري او د زدهکړو راتلونکې ته د زدهکړیالانو د درسي انګېزې او هیلهمندۍ کچې ارزونې په موخه د روان کال په غويي او غبرګولي میاشت کې یوه سروې ترسره کړې چې موخه یې هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته په یادو شویو برخو کې د بدلون کچې معلومول دي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د امریکا کانګرېس د دغه هېواد دفاعي بودیجه تصویب کړي، خو د امریکا د استازیو جرګه به یوه داسې طرحه هم تایید کړي چې له مخې به یې، افغانستان سره د دغه هېواد د دفاع وزارت یا پنټاګون پر هر ډول مرستو بندیز ولګېږي.

له شاوخوا دوه اوونیو راپدېخوا د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون په زرمت، احمدابا، سیدکرم او ځینې نورو ولسوالیو کې د سختو سېلابونو او ږلۍ له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په کابل کې د دغه هېواد څلور زدهکړیالان له لوی اختر راپدېخوا نادرکه شوي دي.

د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲ کال لپاره د جنسیتي نړیوال شاخص په اړه تازه رپوټ کې ویلي، د نارینهوو تر واک لاندې او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره د مناسب فرصت نهشتون له امله افغانستان نړۍ کې د جنسیتي ناانډولۍ تر ټولو ټیټه کچه کې دی. ا.ا بیا ویلي، ښځې د ټولنې بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت لري.

د سره صليب نړیوالې کمېتې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ راهیسې د لومړنيو اړينو توکو بيې دوه برابره شوي او ډېری افغانان يې د پېر توان نه لري. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په ځانګړې توګه د اوړو بیې ۶۸ سلنه لوړې شوې دي.

یوشمېر هغه کورنۍ چې په ولایتونو کې د جګړو او طبیعي پېښو له کبله کابل ته بېځایه شوي، وايي چې لومړنیو اړینو توکو ته لاسرسی نه لري.