
زرګونه افغانانو نن د امریکا وروستي هوايي برید ته په غبرګون کې لایونونه وکړل
وروسته له هغې چې امریکا په یوه هوايي برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وواژه، نن د هېواد په ګڼشمېر ولایتونو کې زرګونه افغانان لارو او کوڅو ته راووتل او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.
لاریون کوونکو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او د دغه هېواد له لوري یې په کابل کې وروستی هوايي برید وغانده.














