
دایکندي کې د امربالمعروف څلور محتسبان د داعش د غړیتوب په تور نیول شوي
د دایکندي د استخباراتو ریاست مسوولان وايي چې داعش ډله کې د غړیتوب په تور یې دغه ولایت کې پنځه کسان نیولي دي.

د دایکندي د استخباراتو ریاست مسوولان وايي چې داعش ډله کې د غړیتوب په تور یې دغه ولایت کې پنځه کسان نیولي دي.

پکتیا نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل شول چې له څو اوونیو راهیسې د لېسو مدیرانو او ځايي خلکو لهخوا پرانېستل شوي وو. د راپورونو له مخې، نن سهار نجونو هغه مهال چې ښوونځیو څخه ستنې کړل شوې، په لاریون ووتلې. نجونو لاریون کوونکو د لاریون پرمهال د ښوونځیو د بېرته پرانېستو غوښتنه کوله.

یوشمېر کابل ښاریان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ښار کې یو کلي او بې اسناده موټر زیات شوي چې د خلکو اندېښنې یې هم راپارولي دي.
دوی زیاتوي چې دغه موټر تر ډېره د اسلامي امارت پورې تړلو کسانو له لوري چلول کېږي چې ټرافیکي قوانین نه مراعتوي او ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل هم شوي دي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په پروان کې د جبلسراج شاهي ارګ په یوه پوځي مرکز بدل شوی دی. د سیاحت دغه تاریخي ځای کې د اسلامي امارت د ځواکونو حضور د پروان فرهنګپال اندېښمن کړي دي. پروان کې شاعر عبدالواحد عایل شبروز سلاموطندار ته وايي چې فرهنګي او توریستي ځایونه باید د سیلانیانو لپاره وي، نه دا چې په پوځي مرکز بدل شي.

د کندوز محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان دي.

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالي کې یو کس د اوبو پر سر د شخړې له کبله وژل شوی دی.

په بادغیس کې کروندګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات زیات شوي دي.

د پاکې هوا نړیواله ورځ سږکال داسې مهال رارسېږي چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره د دې ورځې د نمانځنې په اړه هېڅ پلان نهلري. نن د سپټمبر اوومه د پاکې هوا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو ملتونو له ککړې هوا سره د مبارزې لپاره د نړیوال اقدام په موخه د سپټمبر اوومه «د شین اسمان لپاره د پاکې هوا نړیوالې ورځ» په نوم نومولې ده.

افغانستان کې د ډموکراسۍ تشې او بشر حقونو څخه د سرغړونې له کبله ځینې سیاستوال روانه اوونۍ د اتریش پلازمېنې ویانا کې غونډه جوړوي.

د غور امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د تیورې ولسوالي په «کچوی نیلي» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا (یونېسکو) مسوولانو نن کابل کې د لیک لوست نړیوالې ورځې نمانځونډه کې د هېواد په کچه د لیکلوست د یوه پراخ کمپاین له پېلېدو خبر ورکړ.
د یونېسکو مسوولانو دې غونډه کې وویل چې دغه کمپاین کې به د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۲۵۰۰۰ کسانو ته د لیکلوست زدهکړه ورکړل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي وايي چې دوی په تېر یوه کال کې د ۱۵۰ داسې کتابونو پر چاپ، پېر او پلور بندیز لګولی چې د اسلام دین له اصولو سره په ټکر کې وو. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د مسوولانو لهخوا د خپل کلني راپور د وړاندې کولو په اړه جوړې شوې غونډه ته وکړې.

د پکتیا اوسېدونکو په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالي کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ځینو ښوونځیو له پرانېستلو هرکلی کړی دی.
د مرکز ګردېز اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي، خوښ دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې ښوونځیو ته ځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي چې د تېر یوه کال پرمهال افغانستان کې د هېڅ خبریال د وژنې پېښه نه ده ثبت شوې.

د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو په اړه پلټنې پیل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو واک یوازې پوهنې وزارت سره دی او بل څوک یې د پرانستلکېدو امر نهشي ورکولای.

کابل ښاروالي نن د کابل ښار له سرای شمالي تر خیرخانې کوتل پورې د سړک غاړې د جوړو شویو کورونو د نړولو کار پیل کړ.