د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو ارزښت ساتلو او ثبات لپاره شنبه د مرغومې درېیمه ۱۵میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ په توګه بازار ته وړاندې کوي. دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

اجمل حقیقي د اسلامي امارت له زندانه ازاد شوی

افغان مُډل او یوټیوبر اجمل حقیقي چې اسلام ته د سپکاوي په تور څو میاشتې وړاندې نیول شوی و، د اسلامي امارت له زندانه ازاد شوی دی. اجمل حقیقي د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ پر خپل یوټیوب چېنل یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړي په کې د اسلامي امارت له زندانه د ده او د ملګرو د خوشې کېدو خبره کوي. نوموړي دې ویډیو کې ویلي چې دی او ملګري یې غلام سخي، امید ارمان او عبیدالله مجیدي هم ازاد شوي دي.

اروپايي ټولنې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د ا.ا پرېکړه وغندله

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل نن پر ټویټر د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړل کېدو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه غندلې ده.
نوموړي د اسلامي امارت د دې پرېکړې د غندنې ترڅنګ، ویلي چې دا په نړۍ کې یوه بې‌مخینې کار دی.

ریچارډ بنټ اسلامي امارت ته: پرېږدئ چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي

د اسلامي امارت له لوري د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو ځنډېدو ته د غبرګونونو پر دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې دغه پرېکړه په ټولنه کې له مساوي زده‌کړو د ښځو او نجونو د محرومولو په معنی ده.

پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې ځنډېدل؛ پاکستان: ا.ا دې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي

 د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو بهیر ځنډېدو ته د غبرګونونو په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه ناهیلې ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې پر خپلې کړې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

مسوولان: هلمند کې مو ۴۹زره کسانو سره مرسته کړې؛ خلک: نه ده شوې

د هلمند اوسېدونکي وايي، سره له دې چې افغانستان سره پراخې نړیوالې مرستې کېږي، خو دوی لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هلمندیانو په وینا، دغه ولایت کې پر اړمنو کورنیو مرستې په سمه توګه نه وېشل کېږي او د وېش پر مهال ترې محرومې وي.

د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت دوام؛ اسلامي امارت د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې د کابینې د پرېکړې له مخې، تر بل امر پورې په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو بهیر ودروي. په همدې حال کې د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي هم تایید کړه چې یاد مکتوب د دغه وزارت له لوري خپور شوی او سم دی.

ګوټرېش: ا.ا دې له افغانستانه ګاونډیو ته د ګواښ د پېښېدو مخه ونیسي

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د دې سازمان په وروستۍ کلنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې له خپلې خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونه مخه ونیسي. نوموړي د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، د بشري حقونو پر ټینګښت، ښځو او نجونو ته د زده‌کړو حق پر ورکړې ټينګار وکړ.

خلیل‌الرحمن حقاني: مرستندویه بنسټونه دې بې‌ځایه شویو سره مرسته وکړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن کابل کې د کورنیو بې‌ځایه شویو د وضعیت اروزنې په موخه (د مرکزي ولایتونو ترمنځ د ستراتیژیکې همغږۍ) تر عنوان لاندې غونډه وکړه. د دې ترڅنګ، مزار شریف کې یوشمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، د ژمي په رانږدې کېدو سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

زابل کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه او ۸۰ پرې اخته شوي

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالي کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه شوي او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي.

د مسوولانو په وینا، دغه ناروغۍ د شاجوی ولسوالي په «فتوزو» سیمه کې خپره شوې چې له امله یې دوه ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د سالنګ تونل کې اورلګېدنه؛ د مړو شمېر ۳۱ او د ټپیانو ۳۷ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ تونل کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو شمېر ۳۱ او د ټپیان شمېر ۳۷ کسانو ته لوړ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند همداراز زیاته کړې چې دا شمېرې وروستۍ نه دي او د معلوماتو تر بشپړېدو وروسته به رسنیو سره وروستۍ شمېرې شریکې کړي.

د عامې روغتیا وزارت هلمند کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیل کړې

د عامې روغتیا وزارت یوې متخصصې ډلې په هلمند کې د سترګو ناروغۍ د سلګونه کسانو وړیا درملنه پیل کړې ده.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان چې دغه ولایت کې دعامي روغتیا وزارت د یو نهه کسیزه متخصیص ټیم لخوا د سترګو ناروغانو درملنه پیل شوې ده.

امنیت شورا سبا د افغانستان وضعیت په اړه ناسته جوړوي

ټاکل شوې چې سبا سه‌شنبه د ډسمبر میاشتې ۲۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه د امریکا په نیویارک ښار کې غونډه وکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش به د یوناما له لوري افغانستان کې د جنګي جرمونو مستند شوي راپورونه هم دې غونډه کې وړاندې کړي.

محمدحسن اخوند: هڅه کوو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړو

د ا.ا چارواکو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ډاډ ورکړ چې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي ستونزې یې حل کړي.
د ا.ا رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند دې غونډې ته په لېږلي پیغام وویل چې هڅه کوي د کورنیو بې‌ځایه شویو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

د سالنګ تونل کې اورلګېدنه؛ ۲۲ کسان مړه او ۲۵ ټپیان شوي

د پروان امنیتي مسوولان تاییدوي چې د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې له کبله ۴۷ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې ده. مسوولانو ویلي چې بېګاه د سالنګ په تونل کې دننه یوه ټانکر اور اخیستی او اورلګېدنه رامنځته شوې ده. په ورته وخت کې د عزیزالله عمر زیاتوي چې د تېلو ټانکر د چاودنې له کبله د سالنګ تونل د چت یوه برخه هم نړېدلې ده.