د تلیسمیا نړیواله ورځ؛ «یوازینۍ هیله مې له دې ناروغي خلاصون دی»

نن دوشنبه د مې میاشتې اتمه د تلاسمیا یا د وینې کموالي ناروغي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله هېواد کې پر یادې ناروغي اخته ناروغان د درملنې د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي.

د تلاسمیا ناروغي نړیواله ورځ نن دوشنبه د غويي ۱۸مه کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري ونمانځل شوه.

خوست کې د «کرومایټ» ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت د تڼیو ولسوالي «ویرژلې» سیمه کې یې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل کړي دي.

د خوست د کانونو رییس مولوي محمدصدیق حمزه په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته پرون دوشنبه د غويي ۱۷مه ویلي، یاد کان د اړوند وزارت له‌خوا د شرق نفرایټ معدني شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.

د افغانستان بانک سبا «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا سه‌شنبه د غويي ۱۹نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دوشنبه د ۱۴۰۲ د غويي ۱۸) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

ننګوونکی چاپېریال؛ اوچا: مرستندویه ادارې هڅه کوي افغانانو ته حیاتي مرستې ورسوي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي چې دغه هېواد کې مرستندویه ادارې په خورا ننګونکي عملیاتي چاپېریال کې هڅه کوي، څو میلیونونو افغانانو ته مرستې ورسوي. اوچا دغه څرګندونې پرون یکشنبه د غويي ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه کړي دي.

پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۳۵کلن کس وژلی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۳۵کلن کس وژلی دی. پېښه نن دوشنبه د غويي ۱۸مه د پروان د جبل‌السراج ولسوالي په «شېرباقي‌خېل» کلي کې رامنځته شوې ده.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې ناپېژنده وسله‌والو د سلیمان په نوم یو کس وژلی دی.

یونیسف: د بودیجې کموالي له امله افغان ماشومانو سره بشپړه مرسته نه‌ شوو کولای

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې افغانستان کې د بشردوستانه مرستو کموالي له کبله نه‌شي کولای چې د خوړو، روغتیايي خدمتونو او څښاک اوبو برابرولو برخه کې د افغان ماشومانو بشپړ ملاتړ وکړي.
یونیسف تازه ویلي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغان ماشومانو لپاره د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د خپلې بودیجې یوازې ۲۲،۴ سلنه برابره کړي.

وچکالي او افتونه؛ کروندګر: کښتونه مو د اوبو له کمښت سره مخ دي

د وروستیو کلونو پر مهال هېواد کې اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت کرنه زیانمنه کړې او کروندګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ا.ا د مشر له لوري په هېواد کې د کوکنار پر کښت له بندیز وروسته سږکال ګڼ‌شمېر کروندګرو په ځانګړې توګه د سوېلي ولایتونو کروندګرو پر خپلو ځمکو د کوکنارو پر ځای بدیل کښت کرلی دی.

غور کې ناپېژنده وسله‌والو یو «قاضي» ترور کړ

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اړوند سیمه کې پرون ماښام د غويي ۱۶مه ناپېژنده وسله‌والو د «مفتي محمدنذیر معنوي» په نوم یو قاضي وژلی دی.

د یاد قرضي د کورنۍ غړي سلام‌وطندار ته وايي چې محمدنذیر معنوي هغه مهال د وسله‌والو تر برید لاندې راغلی چې له جومات څخه د کور پر لورې روان و.

پکتیا کې د سېلاب راوتو له کبله یو ماشوم مړ شوی

د پکتیا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د شویو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له کبله یې یو ماشوم مړ شوی دی.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست عمومي مدیر امان منګل سلام‌وطندار ته وایي، پرون شنبه د غويي ۱۶مه د څمکنیو ولسوالي اړوند سیمه کې سېلاب یو ماشوم له ځان سره وړی او مړ کړی یې دی.

شنونکي: د افغانستان په اړه جوړې شوې سیمه‌ييزې او نړیوالې غونډې اغېزناکې نه وې

په تېرو نږدې دوو کلونو کې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره ګڼ‌شمېر غونډې جوړې شوي، خو تر اوسه په عملي ډول اغېزناکې نه‌دي تمامې شوي.
د ناروې له غونډو پیل تر دوحې پورې چې ټولو کې پر ټول‌شموله حکومت، د بشري حقونو په پام کې نیول او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار شوی، هېڅ غونډه نه‌ده توانېدلې چې اسلامي امارت دغو غوښتنو ته په غاړه اېښودلو اړ کړي.

لغمان کې د «بې‌اسنادو» موټرو د ټولولو کمپاین پیل شو

د لغمان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د یوکیلي «بې‌اسنادو» موټر د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د لغمان د امنیې قومنداني د ټرافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز وايي چې د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې دغه کمپاین پیل کړی دی.