Asset 1SWN

غور کې ناپېژنده وسله‌والو یو «قاضي» ترور کړ

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اړوند سیمه کې پرون ماښام د غويي ۱۶مه ناپېژنده وسله‌والو د «مفتي محمدنذیر معنوي» په نوم یو قاضي وژلی دی.

د یاد قرضي د کورنۍ غړي سلام‌وطندار ته وايي چې محمدنذیر معنوي هغه مهال د وسله‌والو تر برید لاندې راغی چې له جومات څخه د کور پر لورې روان و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه قاضي د کورنۍ یوه غړي ګلاب‌الدین اجتماعي سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې مفتي له جومات راوځي او د کور پر لورې ځي، یو وسله‌وال کس چې مخ یې پوښلی راځي او مفتي په ډزو ولي او شهیدوي یې.»

د اجتماعي په وینا، وسله‌وال کس د مفتي تر وژنې وروسته له یوه بل موټرسایکل چلوونکي سره له سیمې تښتي. په ورته مهال د وژل شوي مفتي د کورنۍ غړي ادعا کوي چې دغه پېښه د ا.ا د ځواکونو د یوې پوستې په څو مترۍ کې شوې ده.

محمدنذیر معنوي د جمهوریت او له هغې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په قضايي بنسټونو کې دندې ترسره کړې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د یادې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د غور محلي مسوولانو په دې اړه څه ویلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام