Asset 1SWN

پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۳۵کلن کس وژلی

jabal-saraj

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۳۵کلن کس وژلی دی. پېښه نن دوشنبه د غويي ۱۸مه د پروان د جبل‌السراج ولسوالي په «شېرباقي‌خېل» کلي کې رامنځته شوې ده.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې ناپېژنده وسله‌والو د سلیمان په نوم یو کس وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حبیبي په وینا، د یاد کس د کورنۍ غړيو تراوسه پر چا ادعا نه ده کړې، خو زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي. د پروان د امنیې قومنداني ویاند همداراز ویلي چې وژل شوی کس په دغه کلي کې کروندګر و او غریبي یې کوله.

دا په داسې مهال دی چې پرون یکشنبه د غويي ۱۷مه غور کې هم ناپېژنده وسله‌والو یو قاضي وژلی و. د یاد قرضي د کورنۍ غړي سلام‌وطندار ته وايي چې محمدنذیر معنوي هغه مهال د وسله‌والو تر برید لاندې راغی چې له جومات څخه د کور پر لورې روان و.

د دغه قاضي د کورنۍ یوه غړي ګلاب‌الدین اجتماعي سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې مفتي له جومات راوځي او د کور پر لورې ځي، یو وسله‌وال کس چې مخ یې پوښلی راځي او مفتي په ډزو ولي او شهیدوي یې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

محمدنذیر معنوي د جمهوریت او له هغې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په قضايي بنسټونو کې دندې ترسره کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام