Asset 1SWN

پکتیا کې د سېلاب راوتو له کبله یو ماشوم مړ شوی

IMG-20230507-WA0004

د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د شویو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له کبله یې یو ماشوم مړ شوی دی.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست عمومي مدیر امان منګل سلام‌وطندار ته وایي، پرون شنبه د غويي ۱۶مه د څمکنیو ولسوالي اړوند سیمه کې سېلاب یو ماشوم وړی او مړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امان منګل په وینا، بېګاه شپه د مرکز ګردېز اړوند د دولت‌زیو کلي کې په یو کور اسماني تندر پرېوتلی چې یوه کوټه یې په بشپړه توګه سوځولې، خو چا ته په‌کې ځاني زیان ندی اوښتی.

هغه همداراز زیاتوي چې د ږلۍ له کبله په ځینو ولسوالیو کې کښتونه هم له‌منځه تللي او کروندګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې مهال دی چې تېره ورځ ننګرهار هم سخت ورښتونه شوي چې له امله یې ځان‌ او مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال ادریس ساپي سلام‌وطندار ته وویل، د یادو سېلابونو له امله په کامې ولسوالي کې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي او د یادې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

نوموړي وویل: «د سېلابونو له کبله په کامې کې۲۵ کسان ټپیان دي او څلور نور مړه شوي دي. یو لادرکه دی. شاوخوا سل کورونه هم په‌کې زیانمن شوي، دغه‌راز په نورو بېلابېلو ولسوالیو کې هم خلک زیانمن شوي او ګڼې کرنیزې ځکمې یې ویجاړې شوې دي. موږ عملا سروې پیل کړې او له زیانمنو خلکو سره د مرستو لړۍ روانه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بل‌خوا د سېلاب له امله زیانمن شوي خلک له حکومت او مرسته‌رسوونکو موسسو د مرستې غوښتنه کوي او په وینا یې، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، خلک به له ستونزو سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام