
بادغیس کې د ۱۴میلیونه افغانیو په لګښت انتاني روغتون پرانېستل شو
د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د توبرکلوز، ایډز او نورو ساري ناروغیو د درملنې په موخه انتاني روغتون پرانېست.

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د توبرکلوز، ایډز او نورو ساري ناروغیو د درملنې په موخه انتاني روغتون پرانېست.

کابل ښار کې د عکاسۍ «فوټوکاپۍ» هټۍوال وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو او پوهنتون ښخه د ښځینه زدهکړیالانو له راګرځولو وروسته یې کاروبار پیکه شوی دی.

بلخ کې یوشمېر معلولانو د یوې غونډې پر مهال له سویډن کمېتې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پرانیزي.
یاده غونډه چې پرون «شنبه چنګاښ ۲۴مه» د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، له حکومت وغوښتل چې افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو ځنډېدو پر پرېکړې بیاکتنه وکړي.

یوشمېر کابل ښاریان د وروستیو ورځو پر مهال د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت کوي او وايي، ټوله ورځ یوازې څلور ساعته برښنا لري او دې چارې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نړۍ کې په ځانګړې توګه سویلي اسیا کې د اقلیمي بدلونونو پر دوام روانه میاشت دا دویم ځل دی چې د کابل فضا پر دوړو پوښل کېږي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وچکالي، د ځنګلونو کمښت او د اقلیم بدلونونه د کابل هوا د ککړتیا زیاتېدو له مهم لاملونو بولي.

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغانستان کې شته ترهګري اسلاماباد لپاره ګواښ دی او د دغه هېواد حکومت باید د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي. د پاکستان پوځ دغه خبرپاڼه جمعه د چنګاښ ۲۳مه بلوچستان ته د پوځ مشر عاصم منیر له سفیر وروسته خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنیوي په موخه یو پرېکړهلیک تصویب کړی دی. په دغه پرېکړهلیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.

د هېواد په شمالي زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر عبداللطيف سهاک وايي، په بلخ کې د “نهاد” په نوم محلي راډيو له ١٦ کلونو وروسته خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

فاریاب کې یوشمېر باغلرونکي وايي، تېر کال ته په پام یې سږکال د باغونو حاصلات کم شوي دي.
دوی سلاموطندار ته وايي چې تېر کال کې د سخت ژمي له امله دغه ولایت کې د باغونو ۸۰ سلنه حاصلات لهمنځه تللي او باغلرونکي سخت زیانمن شوي دي.

افغانستان چې په وچه کې ایسار هېواد دی او اوبو ته لار نهلري، سیندیزې حوزې یې د اوبو یوازینۍ سرچینې دي، خو د دغو سرچینو ډېری اوبه هم ګاونډیو هېوادونو ته روانې وي.
هېواد دننه کې هم د اوبو د مدیریت او ورڅخه د ګټې اخیستو پر څرنګوالي شکایتونه او نیوکې کېږي.

یوشمېر افغان مېرمنې وايي، له دې امله چې له خپلو اولادونو جلا نهشي، د خپل خاوند یا د خاوند د کورنۍ د غړیو له لوري هر ډول ظلم چې پرې کېږي، دوی یې زغمي.

د سالنګ لوی لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پرون «چهارشنبه- د چنګاښ ۲۱مه» د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د ټولګټو وزارت سرپرست محمدعیسی ثاني او د بغلان او پروان ولایتونو محلي مسوولانو په شتون کې په رسمي توګه پیل شوې.

د خوست یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت کې له تېرو جګړو څخه پاتې ناچاوده توکو او ماینونو د خلکو ژوند له ګواښ سره

کابل ښار کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر یوشمېر استادان وايي، تېرو کلونو ته په پام دغه هنر سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې ده.
دوی سلاموطندار ته وویل چې د تېرو دوو کلونو پر مهال کابل کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر کوم نندارتون نهدی جوړ شوی او دا کار لامل شوی چې د ځوانانو لېوالتیا ورسره کمه او د دوی د زدهکوونکو شمېر هم کم شي.

کابل کې د انتاني ناروغیو ملي تخصص روغتون مسوولان وايي چې پلازمېنه کابل کې پر کانګو ناروغي د اخته ناروغانو شمېر لوړ شوی دی.
د یاد روغتون د مسوولانو په وینا، د تېرو دوو اوونیو پر مهال اته کسان پر یادې ناروغۍ له اختهکېدو وروسته مړه شوي دي. هغه له خلکو غواړي چې پر کانګو ناروغۍ د اختهکېدو مخنیوي لپاره باید روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي.

کندوز کې بزګران وايي چې سږکال دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات د پام وړ زیات شوي، خو د بیو ټيټوالي له امله یې زیانمن شوي دي.
د کندوز یوه بزګر فضلالحق سلاموطندار ته وویل چې دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د هندواڼو حاصلات ډېر، خو زیاتوي چې د بازار نشتوالي او د دغه محصول د بیو ټیټوالي له امله کروندګر زیانمن شوي دي.