Asset 1SWN

کابل کې عکاسان: کاروبار مو ۷۰سلنه کم شوی

photography

کابل ښار کې د عکاسۍ «فوټوکاپۍ» هټۍ‌وال وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو او پوهنتون څخه د ښځینه زده‌کړیالانو له راګرځولو وروسته یې کاروبار پیکه شوی دی.

حسن ارین چې د کابل «پل‌سرخ» سیمه کې د عکاسۍ هټۍ‌ لري، وايي چې دې ورځو کې یې د کاروبار خوند نشته. نوموړي وویل: «۵۰سلنه تصویرونه د ښوونځي زده‌کوونکي او دولتي ادارې اخلي چې اوس یې شمېر کم شوی دی. زما غوښتنه دا ده چې ټولو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي، څو زموږ کاروبار هم وغوړېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د کابل صدارت څلور لارې کې د عکاسۍ یوه بل هټۍ‌وال نادر لطیف سلام‌وطندار ته وویل: «د زده‌کوونکو د درس لوستلو انګېزه کمه شوې او زموږ ۶۰سلنه خوندې چې زموږ پېرودونکې اوس نشته. ۷۰سلنه کاوربار مو خراب شوی.»

بل‌خوا د اقتصادي چارو شنونکي تاج‌محمد تلاش وايي چې له خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره باید حکومت دوی ته د کوچنیو پورونو د ورکړې زمینه برابره کړي او پر خالصو عوایدو دې مالیه ولګوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته مهال د کابل ښار عکاسان وايي، د کاروبار ښه‌والی یې خلکو ته د کاري زمینې برابرولو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستلو پورې تړلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام