د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت: تېرکال مو ۴۳۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل کړي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې د خلکو له لوري وړاندیز شوې ۲۸ پروژې پلې کړې دي. دغه پروژې ډېری د سرحدي او ډیورنډ کرښې غاړه کې د مېشتو قومونو او لږکیو له لوري د دوی د ستونزو هواري په موخه وړاندیز شوې وې.

هېواد کې د درملو او روغتیايي محصولاتو تولید ۴۰۰ قلمه لوړ شوی

د خوړو  او درملو ملي ادارې مسوولان وايي چې دا مهال په ټول هېواد د درملو تولید برخه کې ۹۵کارخونې فعالیت لري چې ۳۹ یې تازه د تېرو نږدې دوو کلونو پر مهال جوړې شوې دي. د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې ځینې کارخونې چې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوې وې هم بېرته فعالې شوې دي.

د زابل اوسېدونکي: د ښاروالي عواید دې د قلات ښار پر ښکلا ولګول شي

 د زابل ولایت مرکز قلات ښار اوسېدونکي له ښاروالي څخه غوښتنه کوي چې د یادې ادارې له لوري په راټولو شویو عوایدو دې ښار کې په اساسي توګه رغنیزې پروژې پیل کړي.

د یاد ولایت اوسېدونکي همداراز د قلات ښار د لا ښکلا په چارو کې د چټکتیا او پراختیا غوښتنه هم کوي.

سمنګان او میدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه شوي

د میدان‌وردګ او سمنګان ولایت اړوند سیمو کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال پنځه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه چې پرون ماښام د «زمري اوومه» د میدان‌وردګ په سیدا‌باد ولسوالي کې رامنځته شوې له کبله یې دوه کسان مړه شوي دي.

هرات کې د موسیقۍ الات وسوځول شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټولې کړې د موسیقۍ الې یې سوځولې دي.

د هرات د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ریاست مسوولانو زیاته کړه چې دغه ولایت کې د موسیقۍ الاتو له پلورونکو سره به قانوني چلن کوي.

د هرات د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر رییس عزیزالرحمن المهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې موسیقي اورېدل حرامه ده او په وینا یې، پلورونکو سره به یې قانوني چلن وکړي.

معلولان: معاش مو نه‌دی راکړل شوی؛ معلولینو وزارت: نوبت ته په تمه شئ

په هېواد کې د جګړو او د ماینونو چاودنې له امله یو‌شمېر معلولان او د قربانیانو د کورنیو غړي وايي چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه  کړي او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. بل‌خوا د یو‌شمېر قربانیانو د کورنۍ غړي وايي چې د حکومت له لوري د دوی د حقوق نه ورکړه له امله یې ژوند له کړاونو سره مخ دی.

روزګان کې تودوخه او بې‌وزلي؛ خلک: ماشومان مو پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي

روزګان کې د تودوخې څپې‌ په خپرېدو سره هم‌مهاله د یاد ولایت اوسېدونکي وايي چې د بې‌وزلي له امله د خپلو کورونو سړېدو لپاره د امکاناتو د برابرولو توان نه‌لري. بل‌خوا د روزګان یوه بل اوسېدونکي دین محمد وايي چې د ګرمۍ له امله کبله یې ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

خوست کې سېلاب د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه کړي

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د راوتلیو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

پېښه پرون جمعه (زمري شپږمه» د خوست په اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالي کې رامنځته شوې چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه غړي «مور، پلار او درې اولادونه» اوبو وړي او مړه شوي دي.

فاریاب کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی؛ «که ډوډۍ ولرو، خوښېږي مې درس ولولم»

دولس کلن سهرا چې ټوله ورځ د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د خلکو د بوټانو په رنګولو تېروي وايي، اقتصادي ستونزو اړ کړی چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
هغه چې د ښوونځي د پنځم ټولګي زده‌کوونکی و وايي، هیله یې لرله چې یوه ورځ ډاکټر شي، خو بې‌وزلۍ له زده‌کړو بې‌برخې کړی او اوس یې د ډاکټر کېدو هیله پر خوب بدله شوې ده.

پر افغان ښځو د ا.ا د محدودیتونو دوام؛ ښځینه مدافع وکیلانې پر کوم برخلیک اخته دي؟

د سلام‌وطندار موندنې چې له ۲۶ ښځینه مدافع وکیلانو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې یادې وکیلانې د افغانستان اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي. د دغو وکیلانو له ډلې ۱۹ هغو یې ویلي چې له امنیتي ګواښونو له کبله په یوه سیمه کې دوامدار ژوند نه‌شي کولای.