Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د سېلابونو له امله تړل شوې لارې بېرته پرانېستل شوې

IMG-20230730-WA0009

د میدان‌وردګ د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د یوشمېر موسسو په مرسته یې د سېلابونو له امله بندې شوې لوې لارې بېرته پرانیستې دي.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري «هېلوترست او اکټېډ موسسو» په مالي لګښت د مرکز میدان‌ښار او چک ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوې لارې بېرته پرانېستل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جلالي زیاته کړه چې هڅه پيل شوې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم د سېلابونو له ویجاړې شوې لوې او فرعي لارې بېرته پاکې کړي او هغه ځایونه چې ترمیم ته اړتیا لري ترمیم یې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ د میدان‌وردګ په مرکز میدان‌ښار، جلرېز، چک، جغتو، سیداباد او نرخ ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې په یادو سېلابونو کې ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ کسان ټپيان شوي چې لسګونه هستوګنیز کورونه یې هم نړولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام