Asset 1SWN

د زابل اوسېدونکي: د ښاروالي عواید دې د قلات ښار پر ښکلا ولګول شي

0-1

 د زابل مرکز قلات ښار اوسېدونکي له ښاروالي څخه غوښتنه کوي چې د یادې ادارې له لوري په راټولو شویو عوایدو دې ښار کې په اساسي توګه رغنیزې پروژې پیل کړي.

د یاد ولایت اوسېدونکي همداراز د قلات ښار د لا ښکلا په چارو کې د چټکتیا او پراختیا غوښتنه هم کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زابل یوه اوسېدونکي محمدزمان سلام‌وطندار ته وویل: «زما له ښاروالۍ څخه دا غوښتنه ده چي له قلات ښار څخه په راټولو شویو پیسو باندې د ښار په ښکلا باندې کار وشي او د ښار نورې اړتیاوې پرې پوره کړي.»

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي کریم‌الله بیا له ښاروالي د جوړو شویو څلور لارو او نورو عامه ځایونو په ساتنه کې د پام غوښتنه کوي. هغه وویل: «زما غوښتنه دا ده ښاروالۍ چي کوم ځایونه او چوکونه جوړ کړي، باید پوره او دوامداره پاملرنه يې وشي او د دې ترڅنګه ښاروالي چې کوم عواید ټولوي باید بېرته د ښاره په ساتنه او ښکلا کې کار ترې واخیستل شي.»

د قلات ښار د اوسېدونکو په وینا، قلات د هېواد د نورو ښارونو په پرتله اساسي رغونې ته جدي اړتیا لري او باید رغنیزې پروژې په‌کې پلې شي. دوی له خلکو هم غواړي د ښار په پاک ساتلو کې خپله ونډه او مسوولیت ادا کړي.

د قلات یوه اوسېدونکي فریداحمد وویل: «د نورو ولایتونو په توپیر د زابل ښاروالي ډېرو پروژو ته اړتیا لري. زموږ د ټولو موسسو، رسمي او غیرې‌‌رسمي ارګانونو څخه غوښتنه دا ده چې په دغه برخه کې ډېره توجو وکړي، ځکه یوه او دوې پروژې کفایت نه‌کوي.»

بل‌خوا د زابل مرکز قلات، ښاروال عبدالطیف لطیفي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال عواید لوړ شوي دي. هغه زیاته کړه چې تېرکال ۲۵ میلیونه افغانۍ ټولې شوې چې سږکال یې تر دې مهال دوه میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په وینا، قلات‌ښار کې يې یوشمېر رغنیزې پروژې پلې کړې او راتلونکې کې هم اړتیا او امکاناتو ته په کتو د اساسي پروژو د پلې کولو پلان لري.

هغه وویل: «زموږ د کال عواید تر ډېره د کال په اخیري ربع کې راغوڼډیږي، موږ چي سږکال تر دې مهال کوم عواید راټول کړي، دوه میلیونه کیږي، ځکه زموږ ډېرعواید د کال په نیمه کې راځي. هغه ترتیب همداسې جوړ شوی. تېرکال زموږ عواید ۲۵ میلیونه چي له هغه موږ دوې پروژې عملي کړي او پر دریمه کار روان دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم د سرپرست حکومت ادارې د تېرو دوو کلونو پر مهال د خپلو عوایدو د ډېرېدو خبره کوي، خو خلک بیا له حکومت غواړي چې په سیمو کې دې پراختیايي او رغنیزې پروژې پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام