
هېواد کې پرلهپسې اورښتونه؛ د دوو ورځو پرمهال ۵۰۰کورونه ویجاړ شوي
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې افغانستان کې د اورښتونو له امله سلګونه هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې افغانستان کې د اورښتونو له امله سلګونه هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت چارواکي سلاموطندار ته وايي چې په تېرکال کې یې د ۲۳زره عملیاتو پرمهال د نشهيي توکو د قاچاق په تور ۹۷۰۰ کسان نیولي دي.
د یاد وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس حسیبالله احمدي وايي، تېرکال کې یې ۱۳زره هکتاره ځمکه د نشهيي توکو له کښت څخه پاکه کړې.

د هرات د لروپرتو کليوالو سیمو یوشمېر مېرمنې وايي چې د عاید یوازینۍ سرچینه یې کرنه ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.
دوی په خپلو سیمو کې د نارینهوو په څېر، پر کروندو کې پر کار بوختې وې او په وینا یې، دې برخه کې یې معیاري روزنه نهده ترلاسه کړې او د کورنۍ له مشرانو یې زدهکړې.

د ټرافیک عمومي رییس حسیبالله مختار دغه ولایت ته د سفر پرمهال ویلي چې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ له کابله پیل او د شمالي ولایتونو ترڅنګ، کندهار او ننګرهار کې هم روانه ده. د مختار په وینا، د هرات سربېره د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو بهیر د دغه ولایت څنګ لوریو ولایتونو غور، بادغیس، فراه، دایکندي او نیمروز هم پیل شوی چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به دوام وکړي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د تېرکال وروستیو شپږو میاشتو پرمهال یې ۸۷۴۸ جنايي پېښې ثبت کړي چې په تړاو یې ۱۲۵۴۰ کسان هم نیولي دي.

د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانانو د عاید سرچینې کمې شوې یا لهمنځه تللي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د افغانانو اېستلو لړۍ، افغانستان کې د وزګارتیا ناورین پراخ کړی او تر ټولو ډېر زیان یې هم ښځو او ماشومانو ته اړولی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په د تېر یوه کال پرمهال یې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۳۰۰ ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وايي، ګومارل شویو ښوونکو کې ۲۰۰یې ښځينه او پاتې یې نارینه دي چې ۷۸۰کسان یې، دیني مدرسو او پاتې یې په ښوونځيو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

د میدانوردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FCDO) ادارې له لوري د دغه ولایت په دریوو ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له امله پر زیانمنو شویو درې زره مالدارو د څارویو خوراکه ووېشل شوه.

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د نوي کال له پيل سره سم په مرکز پلعلم او خروار ولسوالیو کې څلور نوي ښوونځي جوړ او د زدهکوونکو پرمخ پرانېستل شول.

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مارجې ولسوالي کې د تُندو توپانونو له امله ۲۵ کورنیو ته نږدې یونیم میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
د دوی په وینا، د دې توپان له امله د یادو کورونو ۲۰۱ لمریزې دړې «سولر» لهمنځه تللي دي.

د فراه او زابل محلي مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوې دي.
د فراه د امنیې قومنداني ویاند محمدنسیم بدري سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ، د سلاموطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نهلري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي، په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی.

د تخار د دشتقلعه ولسوالي د «لایقه» کلي یوشمېر اوسېدونکي وايي، د خپلو کرنيزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو کمښت سره مخ دي.
دوی وایي، د اوبو د کمښت له امله د دې کلي يوشمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او نورو ولايتونو او یا بهر ته کډه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۶۳زره کډوال خپل منزل ته له رسېدو وړاندې وژل/مړه شوي او یا هم ورک شوې دي. دغه راپور چې د روانۍ اوونۍ «سهشنبه، مارچ ۲۶مه» خپور شوي، همداراز پهکې ویل شوي چې یوازې ۲۰۲۳کال کې یو زرو او ۱۸۱ افغان کډوال د ناقانوننه کډوالۍ لاره کې مړه شوي یا ورک شوي دي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتوت د رییسالوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره لیدلي دي.
نوموړي دې لیدنه کې ویلي، یاد سازمان په پام کې لري چې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د درې میلیارد ډالرو غوښتنې ترڅنګ، د ظرفیت لوړولو برخه کې هم د دوه میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۷۱ کسان نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومنداني څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېر کال د جنايي جرمونو بېلابېلو ۱۰۶ قضیو ته رسېدنه هم کړې.