خوست کې زرګونه کسانو «ګډ روژه‌ ماتی» وکړ

خوست کې د یوه ډله ځوانانو له‌خوا «سه‌شنبه، وري ۱۴مه» زرګونه کسانو ته د دغه ولایت په «فوټبال لوبغالي» کې «ګډ روژه ماتی» برابر شوی و.

د ياد ګډ روژه ماتي یوه تنظیموونکي راشدالله همدرد سلام‌وطندار ته وويل چې په خوست کې د ځوانانو له لوري له تېرو اته کلونو راهیسې «ګډ روژه ماتی» جوړېږي چې موخه او هدف یې د خلکو ترمنځ يووالي دی. د نوموړي په وینا، دې روژه ماتي ته یې د یاد ولایت زرګونه اوسېدونکي وربللي وو.

پکتیا کې په ۹۵زره ډالرو د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۹۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.

یادې پروژې نن چهارشنبه، وري ۱۵مه، د مرکز ګردېز ښار اړوند درېیمې او څلورمې ناحیو کې پیل شوي چې د یوه کانال او استنادي دیوال رغول په‌کې شامل دي.

میدان‌وردګ کې د «مجاهد» په نوم موزیم پرانېستل شو

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د «مجاهد» په نوم ملي موزیم پرانېستل شو چې تراوسه ورته په لسګونو لرغوني او پوځي توکي راټول شوي دي. د نوموړي په وینا، د موزیم په لرغونو توکو کې د اوربلولو توکي، پخوانۍ کټوې، قابونه، د سپینو زرو سیکې، غمي، میسي لوښې، خلکو ته له نیکونو ورپاتې د انګریزانو د یرغل د وخت وسلې او نور موجود دي.

لوګر کې ۹ ښوونځي بیارغول کېږي

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې ۹ ښوونځي بیارغول کېږي.

ایران له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو طرحه پلې کوي

د ایران د کرمانشاه د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو عمومي مدیر وايي، دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوال به د جوړې شوې طرحې له مخې، بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د کرمانشاه د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو عمومي مدیر حمزه سلیماني له قوله راپور ورکړی چې د دې طرحې د هر پړاو پلي‌کول به له درېوو تر دوو اوونیو وخت ونیسي.

هرات کې درې «غږیزو رسنیو» په فعالیت پیل وکړ

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «حریت، اُمېد او شریعت» په نومونو درېوو غږیزو رسنیو په فعالیت پیل وکړ.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي سلام‌وطندار ته وايي چې یادو رسنیو «دوشنبه، وري ۱۳مه» په رسمي توګه دغه ولایت کې خپلې نشرات پیل کړي دي. د هرات د محلي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۳۱ غږیزې او تصویري رسنۍ فعالیت لري.

بدیل کښتونه؛ روزګان کې کروندګرو د «ځیرې» کښت ته مخه کړې

افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر کښت له بندیز وروسته، ګڼ‌شمېر ولایتونو کې کروندګرو د نشه‌يي توکو  بدیلو کښتونو ته مخه کړې.

روزګان هم یو له هغو ولایتونو دی چې کروندګرو یې د نشه‌يي توکو د کښت پرځای د «ځېرې» کښت ته مخه کړې. دوی له حکومت او اړوند ادارو څخه غواړي چې د بدیلو کښتونو برخو کې له کروندګرو سره مرستې وکړي.

کابل کې د پېژندپاڼو وېش مرکز مراجعه‌کوونکي: کارونه مو په میاشتو ځنډېږي

د کابل سرای شمالي کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز ته راغلي کسان په دغه مرکز کې له ګڼې‌ګوڼې او پڅ کاري بهیره شکایت کوي.

د کابل په سرای شمالي کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز یو‌شمېر مراجعه‌کوونکي په دغه مرکز کې له ګڼې‌ګوڼې او پڅ کاري بهیر څخه شکایت کوي.

د افغانستان بانک سبا «۱۸» میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌شنبه، وري ۱۴مه» به «۱۸» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌شنبه، د وري ۱۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌‌شنبه «۱۸» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

اسلامي امارت: امریکا هڅه کوي افغانستان کې د داعش ګواښونه وساتي

افغانستان کې د داعش ګواښونو ته د اندېښنو په غبرګون کې ا.ا وايي، امریکا افغانستان کې د یادې ډلې د ګواښونو د ساتنې په لټه کې دی.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، هغه مهال چې امریکا افغانستان کې شتون درلود، په ورته کړنې یې لاس پورې کړی او اوس غواړي چې افغانستان کې د داعش ګواښ وساتي او د تبلیغ په توګه ترې استفاده وکړي.

غزني کې د ماین چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي

د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله  نهه ماشومان وژل شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه پرون یکشنبه، وري ۱۲مه، د دغه ولایت د ګېروی ولسوالي په ځدراڼ کلي کې رامنځته شوې. حمیدالله نثار زیاته کړه چې چاودنه له پخوانیو جګړو څخه د پاتې ناچاودي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې.

د خوست غلام‌خان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګرۍ کچه ۵۰سلنه کم شوې

د خوست مسوولان او سوداګر وايي چې دغه ولایت کې د غلام‌خان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰سلنه کمه شوې ده.

دوی وايي، ډېری هغو سوداګرو چې خپل سوداګریز توکي به یې پر دې لاره وړل او راوړل، د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې غوره کړي دي.