ایران له هلمند سیند د دغه هېواد د حق‌ابې له تامین مننه کړې

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره لیدلي دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، د دوه اړخیزو اړیکو ښه کول، د ایران حق‌ابې تامین ترڅنګ، د سیمه‌ییز پرمختګونه د دې لیدنې د بحث وړ موضوعات بلل شوي دي.

د افغانستان د علماو شورا: هېواد کې د عصري زده‌کړو کچه ټیټه شوې

د افغانستان د علماو شورا مسوولان وايي چې هېواد کې د «عصري زده‌کړو» کچه د معیار له پلوه تر ټولو ټیټې کچه کې ده.

د یادې شورا مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه، غويي درېیمه کابل کې د یوې دیني مدرسې له «حفظ او حدیث» دورې څخه د ۴۵ نارینه‌وو او نجونو  فراغت‌غونډه کې کړې دي.

هلمند کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه شوي

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په کجکي او بغني ولسوالیو کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه شوې دي.

د یادو ولسوالیو خلکو ته د شویو اورښتونو له کبله پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، اورښتونه پرون پنج‌شنبه، وري ۳۰مه پیل شوې دي.

پاکستان کې سېلابونه؛ بهرنیوچارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته خواخوږي څرګنده کړې

د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د راوتلیو سېلابونو او د اوښتو مالي او ځاني زیانونو له امله دغه هېواد ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ا.ا د یادو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنیو او د دغه هېواد حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

لوګر کې سېلابونو د یوه ښوونځي ودانۍ ویجاړه کړې

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالي د «موسی‌خان» ښوونځي ودانۍ تېره شپه د سېلاب راوتلو له امله ویجاړه شوې.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل چې یاد ښوونځي ته د سختو اورښتونو له امله اوبه ورغلي او د ښوونځي ډېری درسي خونو ته زیان اوښتی دی.

د سلام‌وطندار موندنې؛ مطالعې ته د نجونو «انګېزه» کمه شوې

سلام‌وطندار له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه له راګرځول شویو ۳۰ نجونو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو نجونو ترمنځ د «کتاب لوستلو» انګېزه د پام وړ کمه شوې.

د مرکو پرمهال ۱۷ نجونو ویلي چې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه تر راګرځولو وروسته یې د کتاب لوستلو ته انګېزه نه‌لري او له کتابونو سره یې مخه ښه کړې.

هرات کې ډاکټرانې: ۷۵سلنه کلیوالې ښځې د «تخمدان کیست» پر ناروغۍ اخته دي

هرات کې د نسايي-ولادي برخې یو‌شمېر ډاکټرانې وايي، د دغه ولایت د لروپرتو سیمو په مېرمنو او نجونو کې د «تخمدان کیست» ناروغي د پام وړ پراخه شوې. په ورته مهال هرات کې یو‌شمېر کلیوالي مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي، د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال له طبي وسایلو استفاده د کورنیو د دودونو او باورونو له امله ممنوع ده.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې راتلونکې «‌شنبه، غویي لومړۍ نېټه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (پنج‌‌شنبه، د وري ۳۰مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسنیو د فعالیت ځنډول د ټولیزو رسنیو قانون خلاف دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډولو پرېکړه د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې بللې ده.
دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه اقدام په هېواد کې د ازادو رسنیو د محدودولو په مانا بللی او د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

پېښو ته د رسېدو وزارت سېلاب‌ځپلیو لپاره له نړیوالو بنسټو د مرستو غوښتنه کړې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو کابل کې د یوشمېر بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو له استازیو سره په لیدنه کې له یادو بنسټونو غوښتي چې هېواد کې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

غزني کې یوه «ښځه» د خاوند له ۱۲کلن بند ازاده شوه

د غزني امنیې قومنداني مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې هغه مېرمن د خاوند له بند ازاده کړې چې ۱۲کاله یې یوې کوټه کې بندي ساتله.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وايي چې دغه مېرمن د اندړ ولسوالي د «نظروال» کلي په یوه کور کې د خاوند له لوري بندي شوې وه. سرحدي همداراز وویل چې د یادې مېرمنې خاوند، له دویم واده وروسته، دغه مېرمن بندي کړې وه.

پکتيا کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ: بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو

پکتیا کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې د وروستیو اورښتونو له امله زیانمنې شوي، وايي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د وزې ځدراڼ ولسوالي د منډک‌خېلو کلي اوسېدونکی شيخ‌ محمد سلام‌وطندار ته وايي، د اورښتونو له امله د «تره د زوی پر کور» یې غر ښویېدلی چې له امله یې، د «تره زوی په ګډون د هغه څلور اولادونو» هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.