Asset 1SWN

ایران له هلمند سیند د دغه هېواد د حق‌ابې له تامین مننه کړې

GLs__OXWMAAqCIv

 د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره لیدلي دي.

یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه د دوه اړخیزو اړیکو ښه کول، د ایران حق‌ابې تامین ترڅنګ، سیمه‌ییز پرمختګونه د دې لیدنې د بحث وړ موضوعات بلل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حسن کاظمي قُمي په دې لیدنه کې د هلمند له سیند څخه ایران ته د اوبو د خوشې‌کولو او د سیمې د پرمختګونو په اړه د سرپرست حکومت له دریځ څخه مننه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل ویلي: «ښاغلي قُمي سیستان ته د هلمند سیند داوبو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او اوبه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اوبو جریان به دوام ومومي.»

بل‌خوا یو‌شمېر کارپوهان په دې باور دي چې ایران او افغانستان د خپل بهرني سیاست د اړتیاوو لپاره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته اړتیا لري او په همدې موخه دواړه لوري له یو بل سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمود اضطرابي سلام‌وطندار ته وویل: «ډېری هېوادونه دامهال د یوه بلوک د جوړولو په حال کې دي، څو په یوه ځواک بدل شي، امارت هم له دې امله چې له متزلزل او بې‌برخلیک وضعیت څخه ووځي، ایران یې انتخاب کړی او ایران ته د حق‌ابې برابرولو لپاره چې تېرو دوو کلونو کې هېڅ دې ته اماده نه‌و چې اوبه ورکړي، اوس یې شین څراغ ورته ښودلی.»

د چارو کارپوهان بیا د حق‌ابې په اړه ستونزې او په تېره د کابل او تهران په اړیکو کې د وچکالي په څېر نازکو قضیو ته په اشارې سره د دغو ستونزو پر بنسټ‌ییزو حل‌لارو ټينګار کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ضیاحسیني سلام وطندار ته وویل: «هیله‌مند یو چې ایران کې تخنیکي ټیمونه د اوبو مسله په یوه سیاسي مسله بدله نه‌کړي او د افغانستان اقلیمي وضعیت ته په کتو د اوبو اندازه له تخنیکي پلوه وګوري، څو سیاسي ستونزې رامنځته نه‌شي.»

که څه هم ایران یو له هغو هېوادونو دی چې له سرپرست حکومتسره څه ناڅه ښې اړیکې لري، خو د حق‌ابې په څېر مسلې له امله وخت ناوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ستونزمنوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې یکشنبه، د غويي پر دویمه نېټه، ایراني رسنیو د هلمند له سیند څخه دغه هېواد ته د اوبو د ورخوشې کېدو خبر ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام