Asset 1SWN

د افغانستان د علماو شورا: هېواد کې د عصري زده‌کړو کچه ټیټه شوې

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د افغانستان د علماو شورا مسوولان وايي چې هېواد کې د «عصري زده‌کړو» کچه د معیار له پلوه تر ټولو ټیټې کچه کې ده.

د یادې شورا مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه، غويي درېیمه کابل کې د یوې دیني مدرسې له «حفظ او حدیث» دورې څخه د ۴۵ نارینه‌وو او نجونو  فراغت‌غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د علماو شورا مرستیال ظاهرخان خادم له زده‌کوونکو او ښوونکو غوښتنه وکړه چې د عصري زده‌کړو معیاري کولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.

نوموړي وویل: «د عصري زده‌کړو کچه ټيټه شوې او لامل دا دی چې د ښه‌والي لپاره یې چا قرباني نه‌‌ده ورکړې او موږ له ښوونکو او زده‌کوونکو غواړو چې د عصري زده‌کړو معیاري کولو لپاره قرباني ورکړي. افغانستان وروسته پاتې او بې‌پېلوټه الوتکې یې پر فضا ګرځي، د علومو په مرسته یې له فضا ځمکې ته راولي او دا کار له دوی پرته، دیني عالمان نه‌شي کولای.»

د کورنیو چارو وزارت مسوولان هم هېواد کې د عصري زده‌کړو پر یادولو ټينګار کوي او په وینا یې، پراختیا یې یوه اړتیا ده. د کورنیو چارو وزارت سلاکار شاه محمد وايي، سرپرست حکومت د عصري زده‌کړو ودې لپاره هڅې کوي.

نوموړي وویل: «یو پايښت‌لرونکی نظام د علومو د ودې له امله پایښت مومي او دیني علوم فرض دي، خو عصري علوم هم اړتیا ده او خدای دې مرسته وکړي چې داسې ورځ راشي چې د یادولو لپاره یې، له نورو هېڅ پور وانه‌خلو او امارت د عصري علومو د ودې لپاره هڅې کوي.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني ویلي و، د نجونو زد‌ه‌کړې د سرپرست حکومت اړوند کورنۍ مسله ده او دوی د نجونو زده‌کړو ته زمینه برابروي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حقاني همداراز زیاته کړې وه چې سرپرست حکومت د نجونو زده‌کړو برخه کې د نړیوالو فرمایشونه نه‌شي منلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام