ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۵۴۰۰۰ واوښت

د تېرې او سوریې په بېلابېلو ښارونو کې د تېرې میاشتې مرګونې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر څه باندې ۵۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو له قوله ویلي چې دغه هېواد کې د شوې زلزلې له کبله تراوسه ۴۸۴۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د اسراییلو له یوه زندانه تر ټولو لوړ عمر لرونکی فلسطینی بندي ازاد شو

د فلسطین تر ټولو لوړ عمر لرونکی زنداني چې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د اسراییلو په یوه زندان کې بندي و، ازاد کړی دی.

دغه فلسطینی د وسلو د قاچاق په تور نیول شوی و. پر ۸۳ کلن فواد شوباکي تور و چې له ایران څخه یې د غزې ساحلي سیمې ته په یوه کښتۍ کې ۵۰ ټُنه وسلې لېږدولې.

بلوچستان کې ځانمرګی برید؛ نهه پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په اړوند سیمه کې د پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید له کبله نهه پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

برید نن دوشنبه د کب ۱۵مه د بلوچستان ایالت د کچي ولسوالي کنبري پُل سره نږدې شوی دی. په ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

د پاکستان تور بازار کې یو امريکايي ډالر په ۳۰۰ روپۍ تبادله کېږي

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د کب اتمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په توربازار کې یو امریکايي ډالر له ۲۸۵ تر ۳۰۰ روپۍ «کلدارې» ته لوړ شوی دی.

پاکستان کې صرافان وايي چې څه موده وړاندې دغه هېواد کې د روپۍ پر وړاندې ډالر ښکته شوي و، خو اوس بېرته لوړ شوي دي.

بایډن ته د غني او عبدالله عبدالله ډالۍ؛ ارزښت یې څه باندې لس‌زره ډالرو ته رسېږي

د امریکا «سي‌بي‌اېس نیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان مخکینی ولسمشر محمداشرف غني د هغو مشرانو په نوملړ کې شامل دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته یې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي دي. د غني مېرمن رولا غني هم د بایډن مېرمنې جېل بایډن ته  د ورېښمو یوه غالۍ ډالۍ کړې وه چې ارزښت یې ۱۹۲۰۰ ډالرو ته رسېږي.

نابلوس ښار کې اسراییلي ځواکونو ۱۱ فلسطینیان وژلي

اسراییلي ځواکونو د اشغال شوې لوېدیزې غاړې نابلوس ښار کې د یوې چاپې پر مهال ۱۱ فلسطینیان وژل شوي‌ او لسګونه نور ټپيان دي.

‌د رسنیو د راپورونو له مخې، برید پرون چهارشنبه د کب درېیمه شوی چې له ۱۰۰ زیات کسان په‌کې ټپیان هم شوي دي.  د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.