
د فردین امیني کورنۍ: امیني ځانوژنه نه ده کړې، وژل شوی
د اریانا نیوز ټلوېزیون د خبرونو ویاند فردین امیني د کورنۍ غړي د کورنیو چارو وزارت هغه ادعا چې امیني ځانوژنه کړې، نه مني او وايي، هغه وژل شوی دی.

د اریانا نیوز ټلوېزیون د خبرونو ویاند فردین امیني د کورنۍ غړي د کورنیو چارو وزارت هغه ادعا چې امیني ځانوژنه کړې، نه مني او وايي، هغه وژل شوی دی.

نن د ډېسمبر ۱۲مه، روغتیايي خدماتو ته د ټولو وګړيو د لاسرسي نړیواله ورځ ده. یو شمېر هېوادوال روغتیايي خدمتونو ته له نهلاسرسي شکایت کوي او وايي، خپلو سیمو کې ان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
د دوی په وینا، د باکیفیته روغتیايي خدمتونو نه وړاندې کول، د متخصصو ډاکترانو نشت او د روغتیايي مرکزونو لرېوالی لامل شوی چې ګڼ شمېر ناروغ لرونکي د درملنې لپاره هېواد څخه بهر سفر وکړي.

ځینو سرچینو سلاموطندار ته ویلي، د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو د سولې مرکچیانو هوکړه کړې چې له څو ورځني ځنډ وروسته به د سولې خبرې اترې بیا پیلوي.

روزګان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه او ځینې مدني فعالان وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه دهراوود ولسوالي دويم ځل لپاره ونیوله.
د دوی په وينا، وسلهوال طالبان د ولسوالي مقام، امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت مديريت او مرکزي جامع جومات په شاوخوا ودانیو کې لیدل کېږي.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته وړاندیز کړی چې د سولې خبرو اترو پاتې پړاوونه په افغانستان کې پر مخ یوسي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې «داعشي طالبانو» په یوه لیک کې ورته خبرداری ورکړی که د دې ډلې یو بندي هم په دار را وځړول شو، کابل به د شیعهګانو پر وژنتون بدل او د هغو کسانو سرونه به پرې کړي چې دوی تښتولي دي.

کندهار کې امنیتي مسوولان وايي، ياد ولايت کې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار د پنځمې ناحيې په «نوراني مېنه» سیمه کې شوې ده.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمالناصر بارکزي سلاموطندار ته وویل، د ګازي بخارۍ د بالون چاودنې له کبله د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي چې ۴ ماشومان، یو نارینه او ۲ ښځې پهکې شاملې دي.

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړس ورځنی کمپاین داسې مهال پای ته رسېږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.
سلاموطندار د روان لمریز کال له پیله د زونونو په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې راټولې کړي، ښيي تېر کال ته په پرتلې روان کال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

اريانا ټلويزون کې د فردين اميني همکاران دغه خبر تاييدوي. يو شمېر همکاران يې وايي، فردين اميني په مرموزه توګه وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت هم د ياد خبر په تاييد سره وایي، د لومړنيو موندنو له مخې د اریانا ټلويزون خبريال فردين اميني ځان وژنه کړې ده.

افغان ليکوال محمداعظم رهنورد زریاب نن د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. نوموړی له يو مودې راهيسې په روغتون کې بستري و.
د زریاب له خپلوانو لطفالله نجفيزاده پر خپله ټوېټرپاڼه د نوموړي مړينه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې رهنورد زرياب تېرو اوونيو کې پر کرونا ويروس اخته شوی و.
زریاب د ليکوالۍ ترڅنګ په طلوع نيوز ټلويزون کې ايډېټور و. نوموړی په دري ژبه د هېواد مشهور رومان لیکونکی و او د ايران، هند او تاجکستان فرهنګي ټولنو يې له اثارو سره بلدتيا درلوده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر نن کابل کې د جګړې قربانیانو لومړنۍ غونډه کې، هېواد کې د جګړې د قربانیانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل، دغه قربانیان ډېرو ننګونو په ځانګړې توګه خپلو اساسي حقونو ته نهلاسرسي سره مخ دي.
د بشري حقونو کمیسیون مشرې وویل، بینالافغاني خبرو کې باید پر بېړني اوربند او د جګړې پای ته رسولو هوکړه وشي او دغه بهیر باید قربانيمحوره وي.

د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسوولان د خبریالانو پر وړاندې د وروستیو هدفي وژنو او بریدونو زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، دغه بریدونه د ډېرو خبریالانو په نښهکولو لپاره د خطر زنګ دی.
هېواد کې په تېره یوه میاشت کې دوه خبریالان وژل شوي دي. له دغو يوه تازه يې د نن سهار پېښه ده چې په جلال اباد ښار کې رامنځته شوه چې د یو خصوصي ټلویزیون خبریاله ملاله میوند دفتر ته پر لاره د نامعلومو وسلهوالو په برید کې ووژل شوه.

د بلخ امنيتي مسوولان وايي، د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند عادل شاه عادل سلاموطندار ته وايي، دا پېښه تېره ورځ مازدیګر په حلقه جر سیمه کې شوې ده.

د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ نن «پنجشنبه د قوس مياشتې ۲۰مه» رسمي توګه هرات کې د افغاني او ايراني چارواکيو له لوري پرانيستل شوه. د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د دوه هېوادونو ترمنځ لومړنۍ رېل پټلۍ ده چې هر کال به ۶ ميليونه ټنه کالي او يو ميليون مسافر لېږدوي.
ولسمشر محمداشرف غني او د ايران ولسمشر حسن روحاني په دې مراسمو کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولان وايي، اټکل دی چې سږ کال به د دغه ولایت د کانال د مالټو باغونه شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه مالټې حاصلات وکړي.
د یادې ادارې ویاند همایون غریبمل سلاموطندار ته وویل، تېر کال دغو باغونو شاوخوا ۱۵ سوه ټنه مالټې کړې وې.
غریبمل وايي، سږ کال یې د کانال پر ۴۳ هکټاره ځمکه د مالټو شاوخوا ۱۵زره نوي نیالګي کېنولي چې په راتلونکيو څو کلونو کې به په حاصل راشي.

د ننګرهار محلي مسوولان وايي، نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسلهوالو د یوه سیمهییز ټلويزون خبریاله ملالۍ میوند او د نوموړې موټرچلوونکی په ډزو وژلي دي.
د ننکرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا پېښه شاوخوا ۷بجې د «عربانو ګولايي» سيمه کې شوې ده.