
عبدالله: اوربند د دولت د سولې مرکچي پلاوي د اجندا په سر کې دی
د ملي پخلاینې شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې اوربند یا د تاوتریخوالي کموالی د دولت د سولې مرکچي پلاوي د اجندا په سر کې دي.

د ملي پخلاینې شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې اوربند یا د تاوتریخوالي کموالی د دولت د سولې مرکچي پلاوي د اجندا په سر کې دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د بشري پرمختګ څانګې په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري چې کولای شي د اقتصادي-ټولنیز پرمختګ لپاره اصلي مالي سرچینې برابرې کړي. د دغه راپور له مخې، د تلپاتې پرمختګ په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د طبیعت او چاپېریال ساتنې او له طبیعي سرچینو نه د ګټې اخیستو ترمنځ برابروالي ته اړتیا ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د بامیان محلي چارواکي وايي، د ملي امنیت کارکوونکو پرون مازدیګر د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس سیدعلياقا ایوب ناصري د مالي او اداري فساد او له واک نه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون مازدیګر د امریکا متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو له لوی درستیز مارک میلي سره په ارګ کې لیدلي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي سلاموطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د هوا په سړېدو سره د ګازو او ډبرو سکرو نیونې پېښې زیاتې شوې دي.

افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کار کې د هغو هېوادونو د ډلې په ټیټه کچه کې راغلی چې انساني پرمختګ پهکې شوی دی.

یوه میاشت او ۹ ورځې وړاندې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه او د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش او د دغه بانک د عامه اړیکو سلاکار او دوه نور کارکوونکي پهکې ووژل شول. دا چې پر موټر څنګه چاودنه وشوه، هغه پوښتنه ده چي د یما سیاوش د کورنۍ په ګډون یې ډېر خلک لري، خو تر اوسه کومې مسوولې ادارې د دې چاودنې په اړه نور معلومات نه دي شریک کړي.

د پخلاینې ملي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي، که څه هم په افغانستان کې د سولې خبرو اترو د پاتې پړاوونو دوام ته لومړیتوب ورکوي، خو په وینا یې، د مذاکراتو ځای باید د دغو خبرو د دوام پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سږ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګژوبله د هدفي وژنو له کبله اوښتې ده. دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۹۴۵ ملکیان چې ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د دولت د ملکي ادارو کارکوونکي او نور هېوادوال پهکې شامل دي او په جګړه کې هم هېڅ ښکېل نه وو، د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ نن کابل کې يوې خبري غونډې کې د ټاکنیزو بحثونو له کمرنګه کېدو او د اصلاحاتو له نه راوستو اندېښنه څرګنده کړه.
د فیفا بنسټ اجرايیوي رييس یوسف رشید وویل، هېواد کې د سولې بحثونو له پيل سره د ټاکنو اړوندو موضوعاتو په اړه د حکومت تمرکز کمرنګه شوی دی.

د جوزجان سلګونو اوسېدونکو نن په یوه اعتراضي غونډه کې وویل، سره له دې چې په بلخ کې د یوه نهه کلن ماشوم د تښتول کېدو ۵۰ ورځې پوره شوې، خو حکومت لا هم له چوپتیا پرته معترضانو ته کوم ځواب نه لري.

د عامې روغتيا وزارت په خپل ورځني راپور کې وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ويروس ۲۵۶ کسان تازه اخته شوي او ۲۶ کسان مړه شوي هم دي. ياد وزارت ويلي، په همدې موده کې له کرونا ۹۰ کسان ښه شوي هم دي.
د عامې روغتيا وزارت ورځنۍ شمېرې ښيي چې د کرونا د دويمې څپې پيلېدو سره نن د مړو شويو کسانو شمېر تر ټولو ورځو ډېر دی.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د وروستيو ترهګريزو پېښو څېړنه ښيي چې کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.
صالح وايي، له دې وروسته به بېاسناده موټرسایکلونه نیول کېږي او هغو موټر سایکلونو ته چې پرې دوه کسان سپاره وي، د تروریستي ګواښ په نظر کتل کېږي.

په غور کې محلي مسوولان مني چې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر مرستیال عبدالرحمان عطشان چسپکي ماین چاودلی دی. په دې چاودنه کې چې نن شاخوا یوولس بجې شوې، ښاغلی عطشان وژل شوی او د هغه یو ساتونکی او د ولایتي شورا یو بل غړی ټپیان دي.

ناپېژنده وسلهوالو چې پر موټرسایکل سپاره وو، نن سهار د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې یو څارنوال وژلی دی.