مشرانو جرګه: د راتلونکي مالي کال د ملي بودیجې سند ډېرې ستونزې لري

په داسې حال کې چې د راتلونکي مالي کال د ملي بودیجې طرحه تېره اوونۍ مشرانو جرګې ته وړاندې شوې؛ خو د دې جرګې دویم نایب اکبر ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل، د بوديجې سند کې ستونزې ډېرې دي.

ستانکزی وايي، د راتلونکي مالي کال د ملي بودیجې طرحه کې د ولایتونو ترمنځ انډول نشته، ځینې پخوانۍ نیم‌کاره پروژې په کې نه دي شاملې شوي، د یوه ولایت بودیجه بل ولایت ته ځانګړې شوې او یو لړ نورې ستونزې هم لري.

پر کابل پوهنتون د بريد تازه موندنې؛ بريدګر لوکسو جامو کې دننه شوي وو

پر کابل پوهنتون د بريد تازه موندنې ښيي چې د نیول شويو بریدګرو د څرګندونو پر بنسټ هغوی له برید ۱۰ ورځې وړاندې کابل پوهنتون څېړلی و او دې ته يې پام شوی و چې پوهنتون ته د دننه کېدو پرمهال لوکس کسان دومره جدي نه تلاشي کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، بريدګرو د محصلانو په څېر د لوکسو جامو په اغوستو سره، یو په بل پسې پوهنتون ته دننه شوي او بیکونه یې نه دي تلاشي شوي.

طالبانو د کندوز دښت‌ارچي ولسوالۍ ونیوله

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، دښت‌ارچي ولسوالۍ د طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو پایله کې سقوط شوې ده. یوه بله ځايي سرچینه هم وايي، طالبانو نن سهار پر دښت‌ارچي ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ بازار کې د شاوخوا سیمو پوستې خوشې کړي او شاه تګ یې کړی دی.

۱۳۹۹ کال؛ هېواد کې دننه ۵۲ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت مسوولان وايي، د ۱۳۹۹ لمریز کال له پیل راهیسې ۵۲ زره کورنۍ له خپل اصلي ټاټوبي بې‌ځایه شوې دي. دغه مسوولان د وسله‌والو جګړو زیاتېدل او دغه راز طبیعي پېښې د دغو کورنیو د بې‌ځایه کېدو اصلي لاملونه بولي.

د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت ویاند رضا باهر سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، هڅه کېږي چې د بهرنیو بنسټونو او همکارو موسسو په مرسته دغو کورنیو ته بشردوستانه مرستې چمتو شي.

د چارو شنونکي: کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر به د پام وړ پایلې ونه لري

یو شمېر پاکستاني او افغان شنونکي وايي، کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر به د پام وړ پایلې ونه لري او دا سفر به هم د نورو پاکستاني چارواکيو د سفرونو په څېر وي.

په داسې حال کې چې دوحه کې د افغان سولې له خبرو شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي او تراوسه مشخصه پایله نه لري، د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي، هېواد یې د القاعدې او د همکارانو د ماتولو په درشل کې دی او ډېر ژر به له افغانستانه سرتېري وباسي.

نامنظمه کډوالي؛ له پکتيا د ۲۷ کلن نور ولي‌ اعتماد کيسه

دې وروستیو کلونو کې د ناامنیو زیاتېدل لامل شوي چې هېواد څخه د کډوالۍ په ځانګړې توګه د نامنظمې کډوالۍ کچه په بې‌سارې توګه زیاته شي.

۲۷ کلن نور ولي اعتماد د پکتيا دی چې تر لوړو زده‌کړو وروسته يې د بې‌روزګارۍ او خراب امنيتي وضعيت له کبله اروپايي هېوادونو ته د سفر موزې په پښو کړې دي.

سړو سیمو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د رخصتېدو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

پوهنې وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تازه پرېکړې له مخې سړو سیمو کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم پورې د ليندۍ له لومړۍ نېټې رخصت کېږي او له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول ښوونځي بیا د ليندۍ میاشتې له ۱۵مې وروسته رخصت کېږي.

افغان حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا رده کړه چې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي

بهرنيو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا بې‌بنسټه وبلله او رد کړه چې وايي، افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ تېره ورځ یوه ګډه غونډه کې ویلي، افغانستان کې هندي ډيپلوماټان له افغانستان څخه په پاکستان کې ترهګريز فعالیتونه ترسره کوي.

امرالله صالح: «کابل نندارې» د خلکو د طرحو پربنسټ له اوسني حالته باسو

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبې په ورځ پر فېسبوک لیکلي، کلونه کېږي چې کابل کې د تیاتر یوازینی مرکز کابل نندارې «بې‌کاره» پاتې دی؛ نو اړتیا ده چې له اوسني وضعیته بهر شي.

صالح د پارک سينما د ورانولو په اړه د خلکو نظرونه نه وو غوښتي؛ خو د کابل نندارې په اړه یې د خلکو د نظر ورکولو غوښتنه کړې چې د کابل نندارې برخلیک په اړه خپل لیدلوري مطرح کړي او پربنسټ به یې د تیاتر دغه مرکز اوسني حالت څخه بهر کړي.

طالبان ۳ ولایتونو کې د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته جګړه کوي

د کندوز، پکتیا او فاریاب ولایتونو امنیتي او محلي مسوولان وايي، طالبان د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته نظامي ځایونه تشخیص او ځینو مواردو کې یې په امنیتي پوستو بمونه غورځولي دي.

سلام‌وطندار یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا کندوز کې د تصویر اخیستونکيو بې‌پیلوټه الوتکو له لارې نظامي ځایونو څخه د تصویرونو اخیستو او د ډرون له لوري پر ځینو دولتي ځایونو د بم غورځولو په اړه راپور خپور کړ.

عبدالله: د تاوتریخوالي کمولو په موخه د طالب بندیانو خوشې کولو ښه پایله نه ده ورکړې

که څه هم له دې وړاندې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دا خبره کړې وه چې ډېری خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوي، دا ځل د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله همدا خبره کوي او وايي، د بندیانو خوشې کولو ګټه نه ده کړې.

راتلونکيو څو ورځو کې به د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راشي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان لومړی وزير عمران خان به راتلونکيو څو ورځو کې کابل ته راشي.

د ياد وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د عمران خان په دې سفر کې به نوموړی له ولسمشر غني سره د افغان سولې پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

«پر کابل پوهنتون د بريد طراح ونيول شو»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د بريد طراح يې نيولی دی. نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر اوسېدونکی دی چې تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعياتو  پوهنځی لوستی دی.

د ناټو سرمنشي: افغانستان سولې ته رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنه لار پر مخ لري

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره د سولې پروسې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې کړې دي.

د کابل په ارغندې کې موټربم چاودنې ۴ کسان ووژل

ملي دفاع وزارت وايي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ارغندې سيمه کې د ملي اردو پر يوه ټولي موټربم چاودنه کې د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې چې نن سهار ۶ بجې د کابل ـ پغمان ولسوالۍ ارغندې چوک سیمه کې وشوه  ۴ کسان په کې ټپيان شوي دي.