Asset 1SWN

امرالله صالح: «کابل نندارې» د خلکو د طرحو پربنسټ له اوسني حالته باسو

92921379_theater-22111606107164813-oyfw1vfl9bgsgm88z1xokj8mhnsxmtjhcmzqj483go

 

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبې په ورځ پر فېسبوک لیکلي، کلونه کېږي چې کابل کې د تیاتر یوازینی مرکز کابل نندارې «بې‌کاره» پاتې دی؛ نو اړتیا ده چې له اوسني وضعیته بهر شي.

صالح د پارک سينما د ورانولو په اړه د خلکو نظرونه نه وو غوښتي؛ خو د کابل نندارې په اړه یې د خلکو د نظر ورکولو غوښتنه کړې چې د کابل نندارې برخلیک په اړه خپل لیدلوري مطرح کړي او پربنسټ به یې د تیاتر دغه مرکز اوسني حالت څخه بهر کړي.

کابل نندارې ۱۳۴۳ کال کې د ظاهرشاه په وخت کې پنځو پوړونو کې جوړه شوې چې هغه مهال د اسیا په کچه د تیاتر دویم سالون و؛ خو اوس په کنډوالې بدله شوې ده.

که څه هم د کابل نندارې د بیارغولو کار پخوا یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوی و؛ خو کابل کې د تیاتر د نندارې یوازیني سالون د بیارغونې کار تراوسه نه دی بشپړ شوی.

کابل ښاروالۍ د روانې عقرب میاشتې په نولسمه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په لارښوونه له مخالفتونو سربېره د پارک سینما هم ورانه کړه.

 

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام