کندوز کې پر سرحدي کنډک موټربم چاودنه؛ ۵ کسان وژل شوي

د کندوز ولایت محلي او د ولايتي شورا مسوولان وايي، د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم چاودنه شوې ده.

د ياد ولايت د ولايتي شورا رييس محمدیوسف ایوبي وايي، طالبانو نن سهار امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک له چاودېدونکيو توکيو ډک موټر ته چاودنه ورکړې. د نوموړي په وينا، اوس مهال د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د حقاني شبکې له تکتيکه کار اخيستل؛ صالح: د داعش اعلامیه جعلي ده

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون پرونی بريد د حقاني شبکې کار دی او د اعش اعلاميه جعلي ده.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلي، د کابل پر پوهنتون د برید نښې ښيي چې دا برید طالبانو کړی دی او زياته کړې يې ده چې برید کې له هغو تکتیکونو کار اخیستل شوی چې د حقاني شبکه یې کاروي.

پر کابل پوهنتون د بريد پای؛ ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ ټپيان شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، پر کابل پوهنتون وسله‌وال برید تر ۶ ساعته نښتې وروسته د ۳ بريدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېد. د ياد وزارت وياند طارق ارين وايي، دغه بريد ‌کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې.

صالح: پر کابل پوهنتون بريد «استخباراتي ناکامي» ده

نن سهار پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو. تر اوسه پورې د یاد بريد د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون نننی بريد دولت لپاره «استخباراتي ناکامي» او انساني ناورين دی.

امرالله صالح وايي، دا بريد د طالبانو او د هغوی د همفکرو د وجدان ګنده‌ګي ښيي.

څو ولايتونو کې د نښتو دوام؛ بې‌ځایه شوې کورنۍ د طالبانو د بريدونو له ډېرېدو اندېښمن دي

پر هلمند د طالبانو له برید وروسته، د کندهار ارغنداب، میوند، پنجوايي او ژېړۍ او د روزګان دهراوود او ګېزاب ولسوالیو کې تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

یادو سیمو کې د جګړو او ترینګلي وضعیت له کبله ګڼ شمېر کورنۍ کندهار ښار ته بې‌ځایه شوي چې بېلابېلو ناحیو کې یا خو د خپلو دوستانو او یا هم کرایه کورونو کې بد وضعیت کې ژوند کوي.

هلمند کې ماين چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د لښکرګاه ښار درېيمې حوزې «بولان» سيمه کې د ملکي وګړيو پر فيلډر ډوله موټر د سړک غاړې خښ شوي ماين چاودنه کړې چې ۷ ملکيان په کې وژل شوي.

کابل پوهنتون کې نښته او ډزې

د سلام‌وطندار خبريال رومان کریمي وايي، بريدګر کابل پوهنتون ته دننه شوي او ډزې يې پيل کړې دي.

کريمي وايي، څو بريدګر حقوقو پوهنځي ته ننوتي او پر محصلانو يې ډزې کړي.د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، کابل پوهنتون سره نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي او پوليس سيمه کې حضور لري.

د کندوز ولایت پر مقام د هاوان لګېدو پېښه کې د والي ۴ ساتونکي وژل شوي

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، طالب وسله‌والو تېر مازیګر د ولایت مقام پر ودانۍ د هاوان مرمۍ توغولې چې د والي ۴ ساتونکي په‌کې وژل شوي دي.

مرادي وويل، پېښه کې د ملکي کارکونکيو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي هم دي.

کامران علي‌زايي: د هرات بنديان د اوښکو بهوونکيو پر ګازو وژل شوي

د هرات د مرکزي زندان د بنديانو له نښتې ۴ ورځې وروسته اوس د ولایتي شورا غړيو د دغې پېښې پټ اړخونه روښانه کړي دي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام د هرات د مرکزي زندان د پنځم بلاک زندانیانو د پولیسو له لوري د هغوی د غرفو له ورانولو وروسته اعتراض وکړ چې بیا په تاوتریخولي بدل شو.

د دغه تاوتریخوالي پایله کې ۸ زندانیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د چاپېريال ساتنې ادارې د مسوولانو د ګوښه کولو خبرداری

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح‌ وايي، کابل کې د لوړو ودانيو مالکان چې په ژمي کې د پلازمېنې د هوا ۴۰سلنې ککړتیا کې برخه لري، د دود د تصفيې فلټر نصب نه کړي، د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولان به له دندو ګوښه کړي.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولان دې د لوړو ودانيو مالکانو ته د دود د تصفيې د فلټرو د نصب خبر ورکړي.

د ۵۵ ځواکمنولو پروژو پیل؛ په سلګونو مېرمنې په مرستونونو کې حرفې زده‌کوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو په ۶ ولایتونو کې د اړمنو مېرمنو د ځواکمنولو لپاره د ۵۵ پروژو د پیل اعلان کړ.

د يادې ټولنې سکرټر جنرالې نیلاب مبارز نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د يادو پروژو په عملي کولو سره به مرستونونو کې له ۸۴۰ ډېرې مېرمنې په بېلابېلو برخو لکه خياطي، د سابون توليد، چرګانو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې زده‌کړې وکړي.

نامنظمه کډوالي؛ اړ شولو چې ناپاکې اوبه وڅښو

۲۷ کلن طارق رسا د بغلان ولایت اوسېدونکی دی. نوموړي د هوسا ژوند ترلاسه کولو او خپل ژوند ژغورلو لپاره نږدې شپږ کاله وړاندې دنده پرېښوده او د ډېرو زیاتو پیسو په لګولو سره یې د نامنظمې کډوالۍ لاره خپله کړه. 

«اروپايي ټولنه دې له سولې وروسته پړاو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي»

د افغانستان مدني ټولنې له اروپايي اتحاديې غوښتي چې له سولې راتلو وروسته پړاو کې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ وکړي.

د افغانستان  د مدني ټولنې دغه غوښتنه د جمعې په ورځ د اروپا له پارلمان نه په انلاين بڼه وشوه.

طالبان: د سولې خبرو کې هېڅ منځګړی نشته

سرچینې رسنیو ته تاییدوي چې د قطر په ګډون ازبکستان، جرمني، ناروې او اندونیزیا به بین‌الافغاني مذاکراتو کې د بن‌بست لرې کولو لپاره د منځګړي په توګه عمل وکړي؛ خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم سلام‌وطندار سره خبرو کې د سولې خبرو کې د منځګړيتوب مسله رد کړه.