
کورونا په یوه شپه او ورځ کې یو کس مړ کړی
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې یو کس د کورونا له کبله مړ شوی او د ۱۷۹۰ کسانو نمونې یې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي او له ډلې یې د ۶۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې یو کس د کورونا له کبله مړ شوی او د ۱۷۹۰ کسانو نمونې یې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي او له ډلې یې د ۶۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د طالب ډلې د سولې مرکچي پلاوي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د ولسمشر غني حکومت د سولې یواځینی خنډ دی.
نوموړي دا څرګندونې چې د دې ډلې له څو نورو کسانو سره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی، هلته په یوه خبري غونډه کې چې د روسیې د سپوټنیک ټلوېزیوني شبکې له لوري خپره شوې، کړې دي.

د کندوز یوشمېر ځوانانو چې د «تيراژ» په نوم یې یوه فرهنګي ډله جوړه کړې، په هېواد کې د روانې جګړې د غندلو او د سولې ملاتړ په موخه پر دېوالونو د انځورګرۍ کمپاین پیل کړی دی.
دوی په دغه کمپاین کې پر دېوالونو انځورونه کاږي او د بېلابېلو شعارونو په لیکلو سره غواړي چې په سوله او جګړه کې د انځورګرۍ رول ته د ټولنې پام ور واړوي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې طالبانو له دغه هېواد سره د سولې هوکړهلیک کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په وینا یې، د امریکا نوی دولت به د روان میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کېربي پرون په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي نه کولو او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له ولسمشر محمداشرف غني سره د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې خبرې پرون ماښام شوي او دواړو لوریو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو او د سولې خبرو کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک د بیا ارزونې او له القاعده شبکې سره د طالب ډلې د اړیکو لرلو په اړه د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر تر څرګندونو وروسته، تازه د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي چې په افغانستان او عراق کې به د خپلو ځواکونو پر کمېدو او حضور بیاکتنه وکړي.

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د «سوختوک» برښنا بند توربینونه له اووهکلن انتظار وروسته بېګاه تاو شول او د نیلي ښار یې روښانه کړ.

د لویي څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي سلاموطندار ته وايي، په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۱ پېښو په تړاو يې ۴۶ تورن کسان نیولي چې نغدي جریمه، تر شلو کلونو بند او ځینې يې په اعدام هم محکوم شوي دي.

د غور د شهرک و تولک ولسواليو مسوولان وايي، يوه اوونۍ کېږي چې په يادو دوو ولسواليو کې طالبانو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستې د وېش مخه نيولې ده او نه پرېږدي چې دغه مرستې ووېشل شي.
د دوی په وينا، طالبانو دغه کار د پاکستان د کوټې شورا په لارښوونه کړی او همداراز يې د ملي دسترخوان د پروګرام د مرستو وېشونکيو ته يې خبرداری ورکړی که چېرې دغه مرستې ووېشي، وبه يې وژني.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې په هېواد کې يو کس مړ کړی دی کسان مړه کړي او ۴۸ نور پرې اخته شوي دي.
دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۹۶ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې دولسم فاسد هېواد دی.
د دغه سازمان په کلني راپور کې چې نن یې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو د فساد په اړه خپور کړی، لیکل شوي چې افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۱۰۰ امتیازونو نه ۱۹ امتیازونه خپل کړي او ۱۶۵ ځای یې نیولی دی.

په جوزجان کې د «د ښځینهوو فېټنس» کلپ مسوولان وايي چې دغه کلپ یې په دغه ولایت کې سپورټ ته د ښځینهوو د هڅونې په موخه جوړ کړی دی.
د دغه کلپ روزونکې زهره یولچي وايي، یاد کلپ یې چې د سپورټ پر لازمو وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی، په یوه مناسب ځای کې جوړ کړی او هره ورځ ۱۸۰ ښځې او نجونې پهکې سپورټ کوي.

د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي د سولې خبرو ترڅنګ هممهاله د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررييس محمد اشرف غني پرون ماښام د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ټولټال ۸ زره او ۵۰۰ ملکیانو ته په ټول هېواد کې مرګژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲ زره او ۹۵۸ هغه وژل شوي او پنځه زره او ۵۴۲ نور ټپیان شوي دي.

دوه اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمیسیون مشر خاناغا رضايي د جرګې عمومي غونډه کې وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ او د چارو اداره ۱۸ ډوله غوښه خوري چې یوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ترکارۍ کلنۍ لګښت ۳۰ میلونه ډالره دی.
تېره ورځ خاناغا رضايي د یادې موضوع په اړه د تدارکاتو اسناد او قرارداد هم خپور کړ چې له زیاتو غبرګونونو سره مخ شو.

د هرات محلي مسوولان وايي، د کندهار ـ هرات لويه لار کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۹ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
د هرات د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه نن وروسته له غرمې څلور بجې هغه مهال شوې چې کله «۴۰۴» ډوله مسافر وړونکي موټر له يوه سراچه ډوله موټر سره ټکر وکړ.