
هرات کې حق الزحمه ښوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی
له نږدې دوه اوونیو راپدېخوا په هرات ولایت کې د حقالزحمه ښوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله دغه ښوونکو کاربندیز اعلان کړی او نن په دغه ولایت کې یوه اعتراضیه غونډه رابللې وه.

له نږدې دوه اوونیو راپدېخوا په هرات ولایت کې د حقالزحمه ښوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله دغه ښوونکو کاربندیز اعلان کړی او نن په دغه ولایت کې یوه اعتراضیه غونډه رابللې وه.

نن د یوشمېر ترانسپورټي او باروړونکو شرکتونو مسوولانو په یوې اعتراضیه غونډه کې د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا پر لویو لارو کې د اخاذۍ پر اخیستلو تورونه کړه او وویل چې دغه شورا په ناقانونه توګه له موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي.

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله په هېواد کې ۵۶ ناروغان مړه شوي دي چې پر دې ناروغۍ بیا تازه ۱۵۸۲ کسانو د ازمایښتونو پایلې مثبتې ختلي دي. نوې ثبت شوې پېښې د ۴۶۷۱ شکمنو پېښو له کتلو وروسته ترلاسه شوي دي.

یوشمېر مېرمنې په پکتیا ولایت کې له حکومت څخه د دوی لپاره د سوداګریز مارکېټ د جوړېد غوښتنه کوي. دغه مېرمنې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله وړاندې ورسره ژمنه کړې چې ګردېز ښار کې به د دوی لپاره یو سوداګريز مارکيټ جوړوي، خو د درېو کلونو په تېرېدو سره دغه ځانګړی مارکيټ نهدی جوړ شوی.

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي چې دغه وزارت امریکا ته د ولسمشر محمداشرف غني د سفر پر موضوع د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره کار کوي. نوموړي دا څرګندونې نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړي او ویې ویل: «دا مفکوره شته چې یاد سفر وشي.»
حمید حمیدي د پروان اوسېدونکی دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته اروپا ته د رسېدو په موخه پر ستونزمنو لارو سفر پیل کړ، خو هیله یې پوره نه شوه.
حمیدي هغه مهال د نامنظمې کډوالۍ ترخې تجربه کړې چې نوی له ښوونځي څخه فارغ شوی و او لومړی ایران او له هغه ځایه هم ترکیې ته ولاړ.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري نن د دغه کمېسیون د نولسمې کلیزې په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابوالي او د جګړې دوام په اړه اندېښنه وښوده. هغه وايي، د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري د بریدونو زیاتوالی د ملکیانو د مرګژوبلې کچې د لوړېدو لامل شوی دی.

د فاریاب محلي سرچینې وايي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت پر قیصار ولسوالي ډلهييز برید کړی چې له کبله یې د دغې ولسوالي د امنیې قوماندان په ګډون، ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي نادر سعیدي سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د قیصار ولسوالي د امنیې قومانداني او ښاروالي ودانۍ نیولې دي.

د افغان دولت او ترکمنستان هېواد یو ګډ پلاوی پر اوو مهمو موضوعاتو بحث کوي. دا غونډه نن په هرات کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرتابه پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

د اریانا نیوز د خبرونو ویانده مینا خیري چې د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په پلسخته سیمه کې پر یوه ټونس ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه، نن خاورو ته وسپارل شوه.

نږدې یوه میاشت کېږي چې وسلهوالوطالبانو د بغلان ولایت اړوند د نهرین ولسوالي پر مرکز بریدونه پیل کړي چې یوازې د دغه ولسوالي او د پولیسو د قومندانۍ ودانۍ د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او پاتې نورو سیمو باندې طالبانو ولکه خپله کړې ده.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د یوشمېر ولسوالیو او امنیتي پوستو د سقوط خبرونه ورکړل شوي دي.
یوې حکومتي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته ویلي، تېره شپه د ختیځ نورستان له دواب ولسوالي څخه امنیتي سرتېرو شاتګ کړی چې له امله یې یاده ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۲۷۳ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د درې زره او ۳۴۶ شکمنو کسانو له کتلو ترلاسه شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د کورونا له کبله د مړینې تازه شمېرې په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ټولو لوړې هغه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې هېواد یې له افغانستان سره شاوخوا ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته کوي. نوموړي پرون پر خپل ټویټر لیکلي چې یادې مرستې به د افغانستان له نړیوالو بشردوستانه شریکانو سره همکاري وکړي، څو د شاوخوا ۱۸ میلیونه اړمنو افغانانو، په تېره بېځایه شویو لاسنیوی وکړي.

په بدخشان کې یوه ملکي سرچینه وایي، د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې د پاڅون کوونکو پر پوستې هوایي ځواکونو برید کړی چې له امله یې د پاڅون کوونکو د یوه قومندان په ګډون ۱۳پاڅون کوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سلاموطندار ته ویلي، بېګاه شپه د نورستان ولایت له دوو ولسوالیو، دواب او منډول څخه امنیتي
سرتېري وتلي او دغه دواړه ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو نیولي دي. د سرچینې په وینا، دغه دواړه ولسوالۍ له څه مودې راهیسې د وسلهوالو طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وې چې بېګاه شپه د وسلهوالو طالبانو له لوري نیول شوي دي.