
یوناما: د ملکیانو د مرګژوبلې کچه ۲۹ سلنه لوړه شوې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما وايي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درېوو میاشتو کې د ملکیانو مرګژوبلې کچه ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.
یوناما نن په یوه تازه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د ملکیانو مرګژوبلې کچه د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال په پرتله د پام وړ ډېره شوې او په وینا یې، په دې موده کې ۱۷۸۳ ملکیانو ته مرګژوبلې اوښتې ده. په دې ډله کې ۵۷۳ کسان وژل شوي او ۱۲۱۰ نور ټپیان شوي دي.














