د ملي امنیت شورا: د کابل هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره سم فعال وي

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د حامد کرزي هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره همداسې فعال پاتې شي. د دغه دفتر په وینا، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار پرون په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره یوځای یاد هوايي ډګر او په‌کې د ناټو قومانداني لیدو ته ورغلی دی.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست پر وړاندې د پکتیاوالو لاریون

د پکتيا يوشمېر اوسېدونکو د مدني ټولنو او قومي شوراګانو استازیو نن په یوه لاریون کې د کليو بيارغونې او پراختيا سرپرست وزير مجيب‌الرحمان کريمي او ځايي اداره له خلکو سره پر توپيري چلن تورن کړل.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې لسګونو لاريونوالو د مجيب‌الرحمان کريمي پر ضد لاريون وکړ او له ولسمشر محمداشرف غني څخه يې وغوښتل چې نوموړی له دندې لرې کړي.

د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې د افغانستان جګړه ناروا اعلان کړي

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي نن په مکه کې د افغان سولې په اړه د مفتیانو او دیني عالمانو په ګډه غونډه کې وویل، عربستان او پاکستان په افغانستان کې د سولې راتلو برخه کې مهم رول لري. د نوموړي په وینا، د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې په روښانه توګه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلان کړي.

حکومت د بدخشان پېښې د حقایقو پټولو په موخه پلاوی ټاکلی

د بدخشان ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو دوه ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د ناامنیو زیاتېدو او د اوبو او برښنا نه موجودیت له کبله اعتراض وکړ، خو دغه اعتراض پر تاوتریخوالي واوښت او امنیتي ځواکونو پر معترضانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې درې کسان ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.

امریکا له ګواښ سره د کابل مخامخېدو پر مهال خپله هوايي مداخله ارزوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړوپوړو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د دغه هېواد دفاع وزارت هغه مهال چې د افغانستان وضعیت د ناورین خوا ته ولاړ او د کابل په ګډون، لوی ښارونه له ګواښ سره مخ شي، د خپلې هوايي مداخلې څرنګوالی ارزوي. په راپور کې لیکل شوي چې تر اوسه په دې برخه کې پرېکړه نه ده شوې، خو ارزونه یې روانه ده.

بغلان کې د پوځ پر یوه مرکز موټربم برید؛ شپږ سرتېري وژل شوي

په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا دوه بجې د پلخمري ښار په باغ شمال سیمه کې د ملي اردو پر یوې مرکز موټربم برید شوی دی.
د سرچینو په وینا، تر اوسه په دې پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

کورونا؛ افغانستان به په راتلونکو څلورو اوونیو کې سختې ورځې تجربه کړي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، افغانستان به په راتلونکو څلورو اوونیو کې تر ټولو بدې ورځې تجربه کړي.
د هغه په خبره، هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو، پرې د خلکو اخته کېدو او له کبله یې د مړو شویو کسانو کچه ښيي چې د دغه ویروس درېیمه څپه د لومړۍ او دویمې هغې په پرتله څو برابره وېروونکې ده.

طالبانو د چاه‌اب ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي

د تخار د ولایتي شورا رییس محمد اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وایي، بېګاه شپه طالبانو د چاه اب ولسوالي پر مرکز پراخ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونه نن چهارشنبه د دغې ولسوالي له ودانۍ او امنیه قومنداني وتلي او د چاه اب نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا کانګرېس ته د بایډن لیک؛ د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کانګرېس ته په یوه لیک کې لیکلي چې امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
بایډن لیکلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پر پېښو ترهګریزو ګواښونو سترګې نه پټوي او د ترهګرۍ مخنیوي او دغو ګواښونو پر وړاندې به لازم اقدامات وکړي.

کاپیسا او میدان وردګ کې ۲۰ پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي

د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو له دوو ورځو راهیسې په یاده ولسوالي کې پر یوشمېر امنیتي پوستو ډله‌ييز بریدونه کړي او ۱۵ هغه یې نیولې دي. د سرچینې په وینا، اوس هم د تګاب ولسوالي په نوروزخېل سیمه کې د افغان ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

وسله‌والو بغلان کې د هلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې ۱۲ کارکوونکي وژلي

د مرکزي بغلان ولسوال سیدکمال وردګ د دې خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته وایي، بېګاه شپه ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولسوالي کې د «هلو ټرسټ» په نوم د ماین پاکۍ موسسې پر دفتر برید کړی چې له امله یې د دغې موسسې ۱۲کارکوونکي وژل شوي او ۱۷ټپیان دي.

طالبانو له ۴۸ ساعتونو راهیسې په درې ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ نیولي

هغه اطلاعات چې له فاریاب، غزني او بادغیس ولایتونو څخه سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښيي چې په دغو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ د مرستو له نه رسېدو له کبله یو پر بل پسې طالبانو نیولې دي.

د فاریاب دولت‌اباد او قیصار، د غزني آب‌ بند او جغتو او د بادغیس جوند هغه ولسوالۍ دي چې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

حکومت د عبدالرووف خوشې کېدو لپاره د پیسو را ټولولو مخه نیسي

عبدالرووف چې له څو میاشتو راهیسې د انسان تښتوونکو په منګولو کې دی او د را خوشې کولو په بدل کې یې له کورنۍ درې میلیونه ډالره غواړي، په یوه تازه غږیز پیغام کې پر ناروغۍ د اخته کېدو په اړه غږېدلی دی. د عبدالرووف پلار محمدنبڅي ترکمن وايي، غوښتل یې چې د خپل زوی د را خوشې کولو لپاره د مرستو را ټولولو په موخه یو بانکي حساب پرانېزي، خو په وینا یې، حکومت یې مخه نیولې ده.