افغانستان کې د یوازې څلورو هېوادونو سفارتونه فعال دي

له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، د ګڼ‌‌شمېر هېوادونو سفارتونو خپلې چارې درولي او د امریکا او بریټانیا په ګډون ځینو هېوادونو بیا خپل کارکوونکي او سفارتونه له هېواده اېستلي دي.
خو روسیه، چین، ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې خپلو کارونو ته يې دوام ورکړی او ویلي يې دي چې د خپلو سفارتونو د تړلو پلان نه لري.

جو بایډن: له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو بهیر له بشپړېدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په اړه له خپلې پرېکړې یو ځل بیا دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه. جو بایډن له افغانستان څخه د څه باندې ۱۲۰زره کسانو د اېستلو عملیات ستایلي دي. بل‌خوا طالبانو پرون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستره بریا وبلله.

ملګري ملتونه طالبانو ته: هغه کسان چې له افغانستانه وتل غواړي مخه یې مه نیسئ

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره چې له روسیې او چین پرته پاتې نورو ۱۳هېوادونو ورته مثبته‌ رایه ورکړې، له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د مېرمنو، لږکیو او د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

مجاهد: طالبان له امریکا سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کول غواړي

له کابل نړیوال هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د دغه هوايي ډګر ټول کنټرول طالبانو په لاس کې اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد او یو‌شمېر نور طالب چارواکي چې نن د کابل نړۍ‌وال هوايي ډګر ته ورغلي وو، وویل چې امریکا په افغانستان کې ماته وخوړه، خو طالبان له امریکا او نړۍ‌ سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کول غواړي.

خلیل‌زاد: افغانانو دا فرصت ترلاسه کړی چې د هېواد راتلونکی په خپلو لاسونو جوړ کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلی چې د هېواد راتلونکې په خپلو لاسونو جوړه کړي. خلیل‌زاد زیاته کړې چې افغانان به اوس د خپلې بشپړې خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره لار وټاکي او کولای شي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

 د بانکونو پېرېدونکي د پیسو اخیستلو له بهیر څخه ناخوښ دي

وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه خپله کړه د نورو ادارو ترڅنګ بانکونو هم خپل فعالیتونه ودرول چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخه کړل. د ښاریانو له شکایتونو وروسته کابل کې بانکونو خپل فعالیتونه بېرته له سره پیل کړي، خو د بانکونو پېرېدونکي له بانکونو څخه د خپلو پیسو د اخیستلو له بهیر څخه ناخوښ دي.

کابل کې د امریکا هوايي برید؛ د یوې کورنۍ ۹غړي وژل شوي

د سي ان ان خبري شبکې راپور ورکړی چې پرون کابل کې د استوګنې پر یوه کور د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکې په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي. پرون امریکا ویلي و چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یې یو موټر هدف ګرځولی او له منځه یې وړی دی.

د ۱۰۰هېوادونو خبرپاڼه: افغانانو ته د سفر اسنادو د ورکړې لړۍ ته دوام ورکوو

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټې او له کابل څخه د تخلیې بهیر د پای ته رسېدو په درشل کې، د نړۍ نږدې ۱۰۰هېوادونو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانانو ته به د سفر کولو اسنادو د ورکړې لړۍ دوام ولري. دغو هېوادونو ژمنه کړې، هغه کسان چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي، د سفر کولو اسناد به ورکړي.

حقاني: نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي

عبدالباقي حقاني چې پرون د طالبانو له لوري لوړو زده‌کړو وزارت ته د سرپرست په توګه وټاکل شو، نن یې کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي. حقاني وايي چې زده‌کړیالانو لپاره د ارامه تحصیلي چاپیریال رامنځ ته کول یې د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.

یو‌شمېر ډاکټران د خپلو معاشونو له نه ترلاسه کولو څخه شکایت کوي

 په مرکز کابل او ولایتونو کې یو‌شمېر ډاکټران شکایت کوي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ او د دولتي او خصوصي بنسټونو له تړلي پاتې کېدو وروسته، د بانکونو بندېدو هم یو لړ ننګونې رامنځ ته کړي او لامل شوي چې معاشونه یې په وخت ور نه‌کړل شي. دوی وایي، د پخوا په څېر خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو د معاشونو نه‌شتون اندېښمن کړي دي.