
د کډوالو چارو وزارت: هڅه کوو بېځایه شوي خپلو سیمو ته ستانه کړو
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکارعبدالباسط انصاري وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی، له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼشمېر کورنۍ کابل ته راکډه شوي او د ښار په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوې دي چې هڅه کوي بېرته یې خپلو سیمو ته ستنې کړي.














